Homeخبرونهد سیالۍ له بایللو وروسته د پاکستان د کرکټ لوبډلې د کیپتان...

د سیالۍ له بایللو وروسته د پاکستان د کرکټ لوبډلې د کیپتان د مېرمن غوښتنه

تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۷ مه) د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د کپتان سلمان علي آغا مېرمن د کرکټ د ۲۰۲۶ نړیوال ۲۰ اوره جام منځلوبو (اتو غوره ټیمونو) په پړاو کې د انګلستان د کرکټ لوبډله پر وړاندې د پاکستان له ماتې وروسته، په ټولنیزو رسنیو کې د ښکنځلو پر ضد غږ پورته کړی دی.

د انګلستان تر بري وروسته، په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستان کرکټ لوبډلې د لوبغاړو پر لوبې او د کپتان د مشرتابه په اړه سختې نیوکې وشوې. خو ځیني کاروونکي له نقد څخه هاخوا تللي او د لوبغاړو کورنۍ او د هغو غړي یې هم ښکنځلي دي.

منتقدانو د لوبغاړو او د هغو د کورنیو غړیو ته سپک پیغامونه او ګواښونه استولي دي.

په دې اړه د پاکستان د شل اوره لوبډلې د کیپتان سلمان علي آغا مېرمن د انسټاګرام له لارې یو څرګند پیغام خپور کړ او ویې ویل:
«اې پاکستانیانو! ما یا زما معصوم زوی ته په کنځلو تاسو نړیوال جام نه شئ ګټلی.»

ډېرو مینه‌والو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د دې ډول چلند غندنه کړې او ویلي یې دي چې په لوبو کې بری او ماتې طبیعي خبره ده، خو د لوبغاړو د کورنیو، په ځانګړي ډول ماشومانو او مېرمنو ته سپکې سپورې په هېڅ ډول د منلو نه دي.

په پاکستان کې له ډېرو کلونو راهیسي د کرکټ لوبغاړو ته په هغو مواردو کې چې لوبه وبایلي، سپکې سپورې ویل کېږي او حتي څو ځلې خو داسي هم شوي چې لوبغاړي خپل هیواد ته د راتګ په مهال په هوايي ډګرونو کې وهل شوي دي.

دا بد دود نن سبا تر یوه حده په افغانانو کې هم خپور شوی دی. که لوبډله شل لوبې وګټي، یوازې یې په هماغه شېبه ستايي خو چې لوبه وبایلي، تر ډېره ورته بد رد وايي. حال دا چې په دې څوک فکر نه کوي چې د هرې لوبډلې مقابل ټیم هم د دې لپاره د لوبې میدان ته نه وي راغلی چې لوبه وبایلي. په لوبه کې تل یوه خوا ګټونکې او بله بایلونکې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له قاضي امین وقاد سره کتنه| لعل پاچا ازمون

دا زما د ژوند کیسه ده، څلورم ټوک ناچاپ/ د ټاکنو له برخې څخه پر ملګری جنرال عاشق الله غریب چې په شپېتمو کالونو کې...