پنجشنبه, فبروري 26, 2026
Home+په روژه کې مو دا خواړه د زړه په ناروغیو اخته کوي

په روژه کې مو دا خواړه د زړه په ناروغیو اخته کوي

ډاکتر ش میره‌کی

زړه د بدن یو له مهمو برخو څخه دی چې په مرسته يې پاکه وینه د بدن ټولو برخو ته استول کیږي او د بدن ناپاکه وینه له ټول بدن څخه ټولوي او د بدن مرکز ګڼل کیږي. اوسني خلک ډیر لږ ورزش کوي چې همدغه عادت او د ځینې غیر صحي خوړو استعمال انسان د زړه په مختلفو ناروغیو اخته کوي.

ځينې مهلکو او وژوونکو ناروغیو چې پخوا یې یوازې د مالدارو خلکو د ناروغیو په نوم شهرت درلود اوس په ټوله نړۍ کې عامې شوي. د ټکنالوژي او پرمختګ په دغه زمانه کې د زړه د ناروغیو درملنه ناممکنه نه ده خو د درملنې لګښت يې دومره زیات دی چې د یو عام عاید لرونکی کس د وس خبره نه ده.

د زړه ناروغیو تر ټولو ناوړه اغیز دا دی چې که چیري یو کس د زړه او یا وینې شریانونو په ناروغۍ اخته شي نو پر درملنې سربیره بیا هم نسبت عامو خلکو ته لږ ژوند کوي نو له همدې امله روغتیايي کارپوهان هم له درمل څخه په پرهیز او د ځینې زیانمنوونکو خوړو په نه استعمالولو تاکید کوي.

د روغتیايي کارپوهانو او څیړونکو په وینا د زړه د ناروغیو د مخنیوی لپاره انسان باید له خپلو ورځنیو خوړو سره ډیر احتیاط وکړي چې په ځانګړی ډول د روژې پر مهال له مالګې او غوړ څخه باید ځان وساتل شي.

د زړه پر ناروغۍ سربیره له نورو ناروغیو څخه د ځان ژغورلو لپاره انسان باید له تمباکو څخه ځان وساتي چې د تمباکو پریښودو لپاره روژه یو زرین چانس ګڼل کیږي او انسان کولی شي په اسانۍ سره په روژه کې له دې وژوونکې عمل څخه ځان د تل لپاره خلاص کړي.

چلم او شیشه چې په دې وروستیو کې يې ځوانان ډیر استعمالوي هم له اندازې زیات روغتیايي زیانونه لري. د مختلفو ناروغیو په ځانګړی ډول د زړه ناروغۍ څخه مخنیوی لپاره ځانګړی اندازه ورزش خپل عادت وګرځوئ.

روغتیايي کارپوهانو په وینا د قوت او انرژي تر ټولو غوره درمل خواړه دي خو باید کوښښ وشي له طبیعي بوټو څخه لاسته راغلي خواړه ډیر استعمال شي. په ورځنۍ ډول د سابه او میوې استعمال د زړه په ناروغیو د اخته کیدو خطر ډیر زیات کموي.

خواړه د پلاستیکي لوښو پر ځای د ښېښې یا وسپنې په لوښو کې باید کیښودل شي ځکه چې له پلاستیکي لوښو څخه ځينې زیانمنوونکي کیمیاوي مواد له خوړو سره یو ځای کیږي.

د شپې له یوې ټاکل شوې مودې وروسته له ډوډۍ خوړلو ځان وژغورئ. له نورو سره مرسته کول، ځانته مصروفیت پیدا کول او د الله (جل جلاله) په نعمتونو شکر کول د زړه لپاره ډیر زیات ګټور دی.

ځینې خواړه لکه غوړ او مالګه په ځانګړی ډول په روژه کې انسان د زړه په مختلفو ناروغیو اخته کوي. باید کوښښ وکړئ هر وخت په ځانګړی ډول د روژې پر مهال په خوړو کې یوازې اړینه اندازه مالګه او غوړ استعمال کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ابن بطوطه پر پلونو | نورمحمد سعید

ډېر یې مراکش ولي، خو مراکش یې یوازې یو ښار دی او د ټول مملکت رسمي نوم المغرب دی. مراکش خو یې کلېشه‌يي نوم...