پنجشنبه, فبروري 26, 2026
Homeخبرونهد پکتیا په ډنډ پټان ولسوالي کې هم د افغان او پاکستاني...

د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالي کې هم د افغان او پاکستاني ځواکونو نښته شوې

تاند (چهارشنبه، د کب/ حوت ۶ مه) د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالي کې پر دیورنډ کرښې هم د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوي دي.

شاهدان او ځايي چارواکي وايي، نن (چهارشنبې) ماښام د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني عسکرو ترمنځ بیا نښته شوې ده.

سرچینې وايي، جګړه د مقبلې په سرحدي سیمه کې شوې، خو دا نه ده روښانه شوې چې د نښتې دلیل څه و.

تر اوسه د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، او همداراز د پاکستان پوځ هم تر اوسه رسماً څه نه دي ویلي.

نښته یوه ورځ وروسته له هغې وشوه، چې د افغانستان په ختیځو سیمو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جلا سرحدي جګړې شوې وې.

تاوتریخوالی یو ځل بیا د شنبې له شپې راهیسې زیات شوی، کله چې پاکستان د افغانستان پر ختیځو برخو هوايي بریدونه وکړل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ږیلي چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ ملکیان وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«د ماشومانو ادبیات او د هغوی د روزنې لارې چارې» علمي- څېړنيز سیمینار

 محمد آصف احمدزی ادبي راپورتاژ ماشومان که د مشرق که د مغرب دي د ژړا او د خندا انداز یې يو دی د افغانستان د علومو اکاډمي هر...