چهارشنبه, فبروري 25, 2026
Homeخبرونهد افغانستان او پاکستان ترمنځ بیا نښتې شوي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ بیا نښتې شوي

تاند (چهارشنبه، د کب/ حوت ۶ مه) راپورونه وايي چې نن (چهارشنبې) ماښام د خیبر ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سختې نښتې پیل شوې، چې دواړو لورو پکې درنې وسلې کارولې دي.

امنیتي سرچینو ویلي، چې نښتې د چهارشنبې په شپه بیا تازه شوې او په بېلابېلو نقطو کې د درنو وسلو ډزې روانې وې. د راپورونو له مخې، جګړه د زخه‌خېل د بازار سیمې ته هم وغځېده.

پاکستاني امنیتي چارواکو د خیبر ولسوالۍ په څو ځایونو کې د هممهاله ډزو پخلی کړی، هغه ولسوالۍ چې د افغانستان د ننګرهار له مومند درې، اچین او لعلپور ولسوالیو سره پوله لري. ویل کېږي چې دواړو لورو درنې وسلې ځای پر ځای کړې، چې له امله یې د ډیورند کرښې په اوږدو کې ترینګلتیا نوره هم زیاته شوې ده.

تر اوسه نه پاکستاني چارواکو او نه هم طالبانو د دغو تازه نښتو په اړه رسمي بیان ورکړی دی. خو په وروستیو ورځو کې دواړو غاړو ته تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی.

دا تازه تاوتریخوالی وروسته له هغې رامنځته شو، چې پاکستان د همدې اوونۍ په پیل کې د افغانستان پر ختیځو سیمو هوايي بریدونه وکړل او ادعا یې وکړه چې د وسلوالو پټنځایونه یې په نښه کړي دي. طالبانو دغه بریدونه وغندل او د «مناسب وخت» کې د غبرګون خبرداری یې ورکړ.

د سې‌شنبې په ورځ هم د ننګرهار په سرحدي سیمو کې ورته نښتې شوې وې. پاکستان ادعا وکړه چې د افغان طالبانو له لوري بې‌دلیله ډزې شوي او د دوی ځواکونو ورته «اغېزمن ځواب» ورکړی دی.

خو لومړس افغانستان وویل چې جګړه پاکستان پیل کړه او دوی ځوابي اقدام وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

جانداد جهاني څنگه پښتو ژبه جهاني کوي؟

پوهندوی آصف بهاند لومړی احمدولي اڅکزی او اوس یې بل‌ملگري جانداد جهاني داسې پروژه چې ټول کارکونکي یې له کاره راضي دي (د مورنۍ‌ژبې نړیواله‌ورځ ــ ۲۰۲۶...