چهارشنبه, فبروري 25, 2026
Home+«د ماشومانو ادبیات او د هغوی د روزنې لارې چارې» علمي- څېړنيز...

«د ماشومانو ادبیات او د هغوی د روزنې لارې چارې» علمي- څېړنيز سیمینار

 محمد آصف احمدزی

ادبي راپورتاژ

ماشومان که د مشرق که د مغرب دي

د ژړا او د خندا انداز یې يو دی

د افغانستان د علومو اکاډمي هر کال څو علمي- څېړنيز سیمینارونه پلان او ترسره کوي. د ۱۴۰۴ل کال په لومړيو کې د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټيټوټ (د ماشوم ادبیات) موضوع غوره او د سيمينار لپاره يې د اکاډمۍ مقاماتو ته ولېږله، موضوع د ژبو او ادبیاتو مرکز ریاست او د بشري علومو په معاونیت کې تأيید او بالاخره د علمي شورا د ۳۰/۲/۱۴۰۴ل نېټې په غونډه کې «د ماشوم ادبیاتو» ترڅنګ «د هغوی د روزنې لارې چارې» سره مل تصویب شوه.

پر همدې کال د بشري علومو معاونيت ته دوه نور سيمينارونه هم سپارل شوي وو، نو د ژبو او ادبیاتو مرکز سيمينار تر هغو وروسته شو. د ۱۴۰۴ل کال د لړم میاشت وه چې د ماشوم ادبیاتو سيمينار د پلي کېدو لپاره د معاونیت او مرکز مشرتابه هلې ځلې پیل کړې. د سيمينار د علمي کمېسیون وړانديز وشو او د ۲۷/۸/۱۴۰۴هـ.‌ش نېټې د (۱۵۰۹) ګڼه پيشنهاد له مخې د علومو اکاډمي د ریاست محترم مقام له‌خوا لس کسيز پلاوی منظور شو. په دې پلاوي کې دا کسان شامل وو: څېړنپوه دکتور سید نظيم سيدي (د کمیسیون مشر)، څېړنپوه محمد آصف احمدزی، څېړنپوه دکتور رفيع الله نیازی، سرمحقق برهان الدین نظامي، معاون‌سرمحقق عبدالمجید ندیم، څېړنوال شریف الله سانېن، څېړنوال رحيم الله حریفال، څېړنوال دکتور محمد داود عربزی، څېړنوال دکتور عبدالاحد منګل او څېړنوال احسان الحق کبیر. د علمي کمیسیون په لومړۍ ناسته (۸/۹/۱۴۰۴هـ.‌ش نېټه) کې په دې خبره وشوه چې د سیمینار د مقالو محورونه او د مقالو غوښتنو لپاره سرلیکونه انتخاب او بیا اړوندو ادارو ته ولېږل شي او که نه یواځې محورونه وټاکل شي او د هماغو په رڼا کې هر څېړونکی په خپله خوښه د مقالې سرلیک انتخاب او له کمیسیون سره يې شریک کړي. په دې اړه دویم انتخاب تأیید شو او د محورونو ټاکلو لپاره څېړنپوه محمد آصف احمدزی، څېړنپوه برهان الدین نظامي او څېړنوال احسان الحق کبیر غوره شول. دوی په څو کاري غونډو کې د مقالو غوښتنې او لیکلو خبرتیا متن په پښتو او دري ژبو چمتو کړ او کمیسیون يې ته وړاندې کړ، د هغوی تر تأیید وروسته د افغانستان د علومو اکاډمي له رسمي پاڼو (وېبپاڼې، فېسبوک‌پاڼې او ایکس) څخه خپور او هم د رسمي مکتوبونو له لارې اړوندو وزارتونو او ادارو ته ولېږل شو.

په خبرتیا کې لومړی د مقالو د سرلیکونو غوښتنه شوې وه چې خوشبختانه د اکاډمي علمي غړو، د پوهنتونونو استادانو او نورو لیکوالو او څېړونکو هر يوه د خپلې مقالې سرلیک د کمیسیون له درېيو غړو (نظامي، احمدزي او کبیر) سره شریکاوه او بیا مو له علمي کمیسیون سره مطرح کول او تر تأييد یا تعدیل وروسته به اړوند څېړونکي ته بېرته معلومات ورکول کېدل. د سرلیکونو تر انتخاب وروسته د مقالو رالېږلو بهیر پیل شو چې د اکاډمۍ پر غړو سربېره د افغانستان د مختلفو پوهنتونونو استادانو، په ایران او ترکیه کې افغان محصلینو او څېړونکو مقالې را استولې. کتل مو چې د مقالو شمېر زيات شو، نو په علمي کميسیون کې د شمولیت لپاره د څلورو نورو کسانو (سرمحقق عليشېر رستګار، محقق عبدالناصر مبشر، معاون محقق روزي محمد عمر او معاون محقق مظهر الدین لبیب) وړانديز وشو چې د محترم مقام له خوا د ۲۵/۱۰/۱۴۰۴هـ.‌ش نېټې د (۱۸۳۲) ګڼه پيشنهاد پر اساس منظور شول. دا چې سیمینار ته د روزنې په برخه کې د اسلامي مسایلو اړوند مقالې هم را رسېدلې وې، نو د بشري علومو له معاونیت څخه مو وغوښتل چې په دې اړه د اسلامي علومو معاونیت له موږ سره همکاري وکړي؛ د بشري علومو معاون څېړنپوه دکتور محمد علم اسحاق‌زي د اسلامي علومو له معاون ښاغلي ابو سعيد راشد سره اړیکه ونیوله او د هغه له خوا څېړنوال دکتور نورمحمد محبي را وپېژندل شو.

د ماشوم ادبیاتو په اړه د سیمینار اهمیت او اړتیا، په دې سره موږ ته لا ډېره جوته شوه چې څه باندې شپېته مقالې ولیکل او علمي کمیسیون ته را ولېږل شوې، هره مقاله به مې د کمیسیون یوه غړي ته د ارزونې لپاره په هارډ بڼه ورکوله، د هغوی له خوا کتل شوې مقاله به مې بېرته لیکوال ته سپارله، خو هغه مقالې چې له اکاډمۍ بهر استادانو او څېړونکو کښلې وې، هغه به مې په موبایل کې سکن او له اړوند لیکوال سره شریکولې. په دې برخه کې استاد نظامي او استاد کبیر را سره همکاران وو. ځينو لیکوالو د ایډېټ شويو ځایونو په اړه لا ډېر وضاحتونه غوښتل، هغه به مې ورسره حلول. له رارسېدلو مقالو ځينو يې د مقالو لپاره له وضع شويو معیارونو سره سمون نه درلود چې د علمي کمیسیون له خوا ونه منل شوې.

 یو وخت داسې شو چې د علمي کمیسیون پر غړو د مقالو ګڼه‌ګوڼه شوه او اکثریت علمي غړي د سیمينار لپاره د خپلو مقالو په کښلو هم مصروف وو، نو د علمي کمیسیون له رئیس ښاغلي سيدي سره په مشوره مې د مقالو په کتلو او ارزونه کې د ژبو او ادبیاتو مرکز له نورو غړو؛ څېړندوی حضرت آغا همدرد، څېړندوی ضیاءالحق سیند، څېړندوی فرید الله فرحان، څېړندوی محمد اتل انګار او څېړندوی مروت درد څخه مرسته وغوښته، کور يې ودان چې خبره يې ځمکې ته نه غورځوله او مقالې يې کتلې او ارزولې چې وروسته بیا ما کتلې. یو وخت داسې هم راغی چې څو تنه لیکوال د خپلو مقالو د ایډېټ او ارزونې له طرحو څخه ناخوښ و، خو هغوی به مې په سړه‌سینه قانع کول او ورته ويل مې چې خیر، تاسو يې وګورئ، که په کوم ځای کې ستاسو علمي ملاحظه وي، هغه به په ګډه سره حلوو. په همدې سره به مو هغه ربړې حلولې.

د علمي کميسیون په یوه غونډه کې د مقالو د ټولګې د چاپولو خبره مطرح او ومنل شوه او بیا د کمیسیون له خوا د دې مقالو د بیاکتنې چارې ماته وسپارل شوې. دا چې د سیمینار دایرېدو ته وخت کم او د مقالو شمېر زيات وو، نو په ۷/۱۱/۱۴۰۴ل نېټه مې د مقالو بیاکتنه پيل کړه، په پنځو ورځو کې مې شپه ورځ یوه کړه او څه‌باندې زر مخونه مې تر نظر تېر کړل او په مقالو کې پاتې املايي، انشايي، محتوايي ستونزې مې حل کړې، په ځينو مقالو کې خو داسې مسایل هم وو چې بیاځلي مې له لیکوالو سره مطرح کول او نتيجې ته به سره رسېدو.

په علمي کمیسیون کې وړانديز وشو چې د هرې مقالې ليکوال ته که کوم امتیاز یا حق‌الزحمه نه ورکول کېږي، لږ‌تر‌لږه یو تأییدليک دې ورکړل شي چې دا موضوع هم ومنل شوه، هماغه و چې د پښتو او دري ژبو متن برابرولو لپاره څېړنپوه دکتور رفيع الله نیازی او څېړنيار روزي‌محمد عمر وګومارل شول، هغوی متن ترتیب او د علمي کميسیون له خوا تأیید شو چې وروسته بیا د ښاغلي کبير په مرسته يې د ډيزاين او چاپولو چارې مخ ته یوړل شوې. دغه راز له اړوندو وزارتونو او ادارو څخه د سیمینار لپاره د پيغامونو د را استولو د تعقیب چارې دکتور عربزي او ښاغلي لبیب ته وسپارل شوې.

د مقالو ټولګه چې چاپ ته چمتو کېده، د اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو د نشراتو آمر عطاءالله فقيري احوال راکړ چې له مطبعې سره د اکاډمۍ په قرارداد کې د دې ټولګې يواځې د ۵۴۸ مخونو د چاپ ګنجایش شته. د همدغه احوال راکولو په ورځ مې تر ماخوستنه په خپل کارځای (شعبه) کې ټولګه ترتیب کړه، خو لیدل مې چې د مخونو شمېر يې کابو (۱۰۵۰) مخونو ته رسېده، په همدې ماښام کې راسره په شعبه کې منګل صیب، کبیر صیب، عربزی صیب او خاورین صیب هم وو، له هغوی سره مې چې موضوع شریکه کړه، پر ټولو د خپګان څپې خپرې شوې، خو په حل لارو مو هم خبرې کولې؛ یوه وړانديز وکړ چې ټولګه به په دوو ټوکونو کې ډيزاین کړو؛ بل پيشنهاد وکړ چې د پاتې مخونو لګښت به د اکاډمۍ له مقاله لیکونکو وغواړو او چا ویل چې له کوم خواخوږي فرهنګپاله به مرسته وغواړو. متأسفانه چې وروسته یوه غوراوي هم نتیجه ورنه کړه.

د اکاډمي د دفتر رئیس څېړندوی شوکت الله عابد د مرکز رئیس سيدي صیب ته احوال ورکړی و چې د سيمينار له موضوع سره په تړاو له څو تنو وزیرانو سره کتنه وشي، نو په ۹/۱۱/۱۴۰۴ل نېټه مو د اطلاعاتو او کلتور له وزير شیخ شیراحمد حقاني سره د کتنې وخت اخیستی و. ښاغلی نیازی، ښاغلی احمدزی، ښاغلی کبیر او ښاغلی سانېن د همدې ورځ په سهار په لسو بجو د وزارت مقر ته ورغلو. له وزير صاحب سره تر تعارف وروسته د سیمینار موضوع، اهمیت، پيغام لیکلو او دوی ته د بلنې موضوعات مطرح شول. ښاغلي حقاني د ماشوم ادبیاتو پر موضوع خوښي وښوده چې د سيمينار په ترڅ کې پرې خبرې کېږي او ژمنه يې وکړه، سره له دې چې دی هرې غونډې او محفل ته نه ځي، خو په دې سيمينار کې به ان شاءالله ګډون کوي. بیا مو ورسره دا خبره هم مل کړه چې د تېر جمهوي نظام په وروستیو کلونو کې په دې وزارت کې د مرستیال وزير محمد رسول باوري په مشرۍ د ماشوم ادبیاتو ملي بنسټ چارې پيل شوې، هیله ده چې هغه موضوع تعقیب او یا پر ځای يې په وزارت کې د ماشوم ادبیاتو اړوند کمېټه یا کوم بنسټ جوړ کړای شي چې نوموړي ژمنه وکړه چې دغه موضوع به د وزارت له اړوندو مسؤولینو سره شريکوي. ترڅنګ مو ورته د اکاډمي او وزارت ترمنځ په راتلونکي کال کې د ژبو اړوند ګډ سیمینار جوړولو وړانديز وکړ.

 په ۱۱//۱۱/۱۴۰۴ل نېټه مو د پوهنې له وزير سره د ملاقات بندوبست شوی و، څېړنپوه نیازی، څېړنپوه احمدزی، څېړنوال کبیر او څېړندوی امان الله ضيايي د سهار په لسو بجو د پوهنې وزارت ته لاړو، هلته چې ورسېدو، لومړی مو د وزارت د دفتر رئیس شيخ محمد طاوس طارق سره ناسته وکړه خو ويې ویل چې وزير صیب د چارو ادارې ته د یوه عاجل کار لپاره تللی او تر پنځلسو دقیقو پورې را رسيږي. چې کله راغی، نو له وزير مولوي حبیب الله آغا سره کښېناستو. د پلاوي له خوا د سیمینار د موضوع اهمیت، پيغام لیکلو او د ګډون بلنه ورکول شوه. وزير صیب مو لیده چې په مخکې يې دوه ځله یوه مامور پنډ ورقې د لاسلیک کولو لپاره کېښودې، هغو ته يې هم پام و او زموږ خبرو ته هم. فکر مو وکړ چې آغا صیب لکه چې ډېر مصروفه دی، خو کله چې يې خپلې خبرې پيل کړې، کرار کرار پوهېدو چې له ماشومانو او ماشوم ادبیاتو سره ځانګړې علاقمندي لري، ويې یل چې د خپلې ناروغۍ د درملنې لپاره که په سفر لاړ نه شي، نو هرومرو په سیمینار کې ګډون کوي. بیا د وزارت اړوند پر ځينو مسایلو وغږېد چې د ښوونځيو پر نصاب يې کار پيل کړی، ځينې برخې يې بشپړې شوي او چاپ ته تیارې دي، د څه باندې یو میلیارد افغانیو بودیجې ورکولو غوښتنه يې کړې چې تر اوسه يې ایله ۲۶۹ میلیونه افغانۍ بودیجه ترلاسه کړې او په هغو يې د کتابونو د چاپولو لړۍ پیل کړې ده. بیا يې زياته کړه چې پوهنې وزارت له علومو اکاډمي سره کاري رابطې ډېرې لري، دا چې د پوهنې وزارت، لوړو زده‌کړو وزارت، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، علومو اکاډمي او څو نورې مرتبطې ادارې سره ګډې کاري اړيکې لري، نو ترمنځ يې بايد همغږي زياته شي. دکتور نيازي ورته پيشنهاد وکړ چې که تاسو همدا موضوع د کابينې په غونډه کې مطرح کړئ او هلته دا موضوع تأیید او تصویب شي، نو به دا کار ښه نتیجه ورکړي. وزير صیب وویل چې همداسې به وکړي.

د یادو شويو ادارو ترمنځ د کاري رابطې او ترمنځ يې د همغږۍ رامنځ ته کولو موضوع، موږ پلاوي د پوهنې له وزیر سره تر ملاقات مخکې په خپلو خبرو کې سره یاده کړې وه او چې له مجلس راووتلو، نو ومو ویل چې د پوهنې له وزير سره هماغه نظر و، لکه موږ سره چې وو. څو ورځې وروسته چې د سيمينار لپاره د پوهنې وزارت پيغام را ورسېد، کتل مې چې په خپل پیغام کې يې د څو وزارتونو او ادارو ترمنځ د همغږي او همکاري زياتولو وړانديز کړی او په کې يې تصریح کړې وه چې: «وړاندیز مې دا دی چې د پوهنې وزارت، د علومو اکاډمي او اسلامي امارت نور علمي وزارتونه او ادارات دې په علمي او تحقیقاتي ډګرونو کې د تجاربو د شریکولو او متقابلو اکاډمیکو همکاریو یو میکانېزم ایجاد او د دې میکانېزم مطابق دې ګډ مزل پیل کړي. په دې برخه کې د پوهنې وزارت په استازیتوب د پوره او بشپړ ملاتړ ډاډ درکوم».

په ۱۲/۱۱/۱۴۰۴ل نېټه د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له مسؤولینو سره زموږ د ملاقات ترتیب برابر شوی و، نو یاد شوی څلور کسيز پلاوی بابربڼ سره نږدې د وزارت مقر ته ورغلو، هلته مو د وزارت له دفتر رئیس او څو رئیسانو سره مجلس وکړ، هغوی سره د سیمینار موضوع شریکه شوه او هم مو ورسره په سیمینار کې د ګډون او پيغام لیکلو خبره مطرح کړه چې په ورین تندي يې ومنله.

په ۱۳/۱۱/۱۴۰۴ل نېټه مې د (۶۳) مقالو او لیکوالو نوملړ د کمیسیون له رئیس سيدي سره شریک کړ او هغه په دې اړه د سمدستي غونډې کولو لارښوونه وکړه، د کمیسیون څو تنه راوغوښتل شول، په سیمینار کې د هغو مقالو په اړه چې ارائیه شي، مشوره وشوه؛ چا پيشنهاد وکړ چې له اکاډمۍ بهر لیکوالو ته دې وخت ورکړل شي، چا بیا ویل چې نه، په دې سره به د اکاډمۍ د استادانو ونډه په سیمینار کې کمه وبرېښي. ما چې په ټولګه کې د سیمینار مقالې په ۷ برخو (د ماشوم ادبیاتو تيوري، تاريخي بهیر، شعري او نثري څېړنو، ژبنيو مسایلو، فولکلوري او روزنيزو موضوعاتو) ډلبندي کړي وې، نو مې وړانديز وکړ چې انتخاب دې د موضوعاتو پر اساس وشي. همدا نظر تأیید شو او له هرې برخې دوې- دوې مقالې غوره شوې چې تصادفاً په دې کې نيمايي د اکاډمي د استادانو او نيمايي نورې له اکاډمۍ بهر د پوهنتونونو د استادانو او نورو لیکوالو مقالې وې.

د علمي کمیسیون د کارونو په وروستيو کې (۵/۱۱/۱۴۰۴هـ.‌ش ‌نېټه) د سیمینار تدارکاتي او فرهنګي کمیسیون هم کار پیل کړ، د اکاډمي د ادارو غړو ترڅنګ په کې علمي غړي څېړندوی محمد اسحق مومند، څېړندوی سید احمد رفعت او څېړندوی محمد اتل انګار شامل وو. د علمي کمیسیون له خوا ورته د سیمینار د بلنلیک، بینر او سټنډونو متنونه برابر او نهايي شول او هغوی ته د چاپولو لپاره وسپارل شول.

د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټيټوټ د زېري جريدې له خوا د ۱۴۰۴هـ.‌ش کال په وروستيو کې د کالګڼې چاپول پلان کړي وو چې تصادفاً د همدې سیمینار په درشل کې يې چارې روانې وې. د دې کال‌ګڼې د مقالو د ارزونې کمیسیون غړي د سيمينار د علمي کمیسیون څو تنه غړي (سيدي، حریفال، عربزی، کبیر، احمدزی) هم وو چې د سیمینار د مقالو ترڅنګ يې د همدې ټولګې (داستاني ادبیاتو) مقالې هم کتلې او ارزولې او هم د همدې کال‌ګڼې د مقالو د ارزونې وروستۍ غونډه له سیمینار څو ورځې مخکې ترسره شوه چې په دې سره د همدې غړو علمي کار لا پسې دروند شو. د دې ټولګې چارې تر سیمینار وروسته هم روانې وې.

د ولایتونو د پوهنتونونو د مقالو وړاندې‌کوونکو ځينو هغو يې غوښتنه وکړه چې د اکاډمي له خوا دې دوی سیمینار ته رسماً وغوښتل شي، ترڅو په خپلو پوهنتونونو کې ورته د تګ اجازه ورکړل شي. دا موضوع مې له دکتور سيدي سره شریکه کړه، هغه د همدې ورځې په پای (د پنجشنبې ماسپښین، ۱۶/۱۱/۱۴۰۴ل نېټه) احوال راکړ چې موضوع يې د اکاډمي له مقاماتو سره شریکه کړې او ورسره يې هوکړه وکړه چې د لوړو زده‌کړو وزارت ته به د همدې استادانو د رابللو رسمي مکتوب ولېږي. دغه مکتوب رسماً وزارت ته واستول شو، خو دا چې وخت کم و، نو لازمه وبلل شوه چې د وټساپ له لارې هم له لیکوالو سره شریک شي چې دا کار مې هم وکړ.

د سیمینار له ترسره کېدو دوه ورځې مخکې (۱۹/۱۱/۱۴۰۴هـ.‌ش نېټه) د علمي کمیسیون ناسته کې د سیمینار انانسران (عربزی او لبیب)، د پرېکړه‌لیک مسودې برابرووونکي (څېړنپوه نیازی، څېړنپوه احمدزی، څېړنپوه نظامي، څېړنپوه رستګار، څېړنوال محبي، څېړنوال حریفال او څېړنوال ندیم)، د تالار سمبالوونکي (څېړنوال سانېن، څېړندوی تکل او څېړندوی درد)، د کتابونو وېشونکي (څېړنوال کبیر او څېړندوی ساحل)، مېلمنو ته هرکلی ویونکي (څېړندوی علیزی او خالد اماني)، اجنډا تکثیروونکی (څېړندوی ساحل)، د قرطاسيې وېشونکي (څېړندوی انګار، څېړندوی همتیار، څېړندوی وصال، څېړندوی شوکت عمر، څېړنیار روزي‌محمد، عطاءالله خان، څېړندوی زرغون او څېړندوی صابر)، د پخلنځي د مېلمنو ډوډۍ تنظیموونکي (څېړندوی مومند او څېړندوی فرحان)، د سکرتریت سمبالوونکي (څېړنوال حریفال، څېړنوال منګل او څېړندوی ضیايي) او د پروجکټور تنظيموونکی (څېړندوی سیند) وټاکل شول چې دوی هر یو خپل  کاري استقامت ته متوجه کړای شول او الحمدلله وروسته هر ټيم او غړي په پوره صداقت خپلې چارې ترسره کړې.

د ۱۴۰۴ل کال د سلواغې ۲۱مه د سه‌شنبې سهار آسمان ورېځ او هوا ترخه معلومېده، څه کم اته بجې وې چې ښاغلی سيدي او ښاغلی څېړنپوه مولاجان تڼيوال له موټره راښکته شول او روغبړ مو سره وکړ. کتل مې چې سهار وختي د مرکز نور غړي هم اکاډمي ته را رسېدلي وو. هر ټيم او غړی د خپل ورسپارل شوي کار لپاره د چمتووالي په حالت کې و، شپږم پوړ د علامه احمد علي کهزاد تالار ته پورته شو، مېلمانه او د اکاډمۍ غړي کرار کرار را ډېرېدل، د تالار څوکۍ په ډکېدو شوې. د سيمينار پيلېدو ته چې شېبې نږدې شوې، دکتور عربزي د بسم الله او حمد‌و‌ثناء په ویلو سره سیمینار عملاً پیل کړ. د حافظ مطيع الله ستاري له خوا د قرآن کریم په ملکوتي اواز د سیمینار فضاء روحاني شوه. د ژبو او ادبیاتو مرکز رئیس دکتور سيدي د ښه راغلاست وینا په دې ټکو پیل کړه:

«ماشوم څوک دی؟ د پسرلي وېړ شوي چمن د هېواد ګڼ ګلالي ماشومان په خپله غېږه کې را ټول کړي وو، چا غونډوسکې کولې، څوک د خوسې پر لوبو بوخت ول، چا پټ پټونی کاوه او چا به هم د ماشومتوب د:

اکو بکو سر سیندکو

غوا مې لاړه په ترپکو

دا کلا د چا ده

دا د آدم خان ده

یا هم:

نری نری باران دی

ورور مې را روان دی

د کټ لاندې پيشو ده

پيشو ته وایم پشې

هلکه ستړی مه شې»

نوموړي د وینا په پای کې د علومو اکاډمي لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي فرید الدین محمود ته د وینا کولو بلنه ورکړه.

هر ماشوم فطرتاً مسلمان زېږي، که پر همدې فطرت پاتې شي، د دغه اخلاق به هوبهو داسې وي لکه د متقي انسان اخلاق، په شریعت به مکمل برابر وي، نه په دروغ وايي او نه به چاته دوکه ورکوي؛ خو متأسفانه وروسته يې مور و پلار له هغه څخه یا یهودی يا نصرانی او یا مجوسي جوړوي چې دا د یوه حديث شریف مفهوم دی. ما په وارو تجربه کړي چې کله څوک د کور دروازه ټک ټک کړي، نو زڼکي ماشوم ته خپل پلار وايي چې ورشه، ورته ووايه چې زما پلار په کور کې نشته. پلار همدا خبره په خوله کې ورکړې وي، چې کله دې دباندې ورشي، مېلمه ته دروغ نه وايي، مخامخ ورته وايي چې زما پلار وايي چې زه کور کې نه یم. دا ماشوم په خپله دروغ نه وايي، عیناً د پلار دروغ انتقالوي. داسې ډېره پېښه شوې ده چې یو څوک کور ته ورغلي او ماشوم يې ورته همداسې ويلي وي. مونږ یوه ورځ د محمد عثمان اخندزاده کور ته ورغلو، خو دی راڅخه په کلا کې پټ شو، ماشوم يې چې مونږ ته راغی، ويې ویل چې پلار مې د کلا تر شا پټ دی. دا خبره يې چې پلار واورېده، وشرمېده او راغی، خندل يې. نو ماشوم چې له موره پیدا شي، قطعاً به د شریعت خلاف کار نه کوي، قطعاً به ناروا کار نه کوي، خو بیا وروسته مور و پلار د ده په تربیه کې رول لوبوي، د خپلې عقیدې پر اساس يې تربیه کوي، یا دروغ ور زده کوي، یا دوکه او فریب، یا علم ور زده کوي او یا دين».

شيخ فرید وویل چې پر افغانانو باندې په تېرو څو لسیزو کې ډېرې ناخوالې تېرې شوې چې له بده‎مرغه دغو ناخوالو پر ماشومانو هم خپله بده اغېزه کړې ده. نوموړي د ماشومانو په تړاو د وطن د تېرو څو لسيزو مخکيني حالت په اړه وویل: «ماشوم داسې مخلوق دی چې تقریباً د جامعې اینده ترتیبوي. دا په اصطلاح (د تقدیر ستوری) دی. اینده د جامعې تقدیر ټاکي، زمونږ په وطن کې چې دا څومره انقلابونه راغلي، خصوصاً له ۱۳۴۳ کال راپدېخوا، زمونږ او تاسو په ماشومانو څومره ډېر تحولات راغلل، ځينې خلک چینایانو راڅخه واخیستل او د خپل عقیدې په لحاظ يې استعمالول چې شعله‌جاوید ورته وايي؛ ځينې خلک شورویانو راڅخه واخیستل چې مشري يې د روسانو په لاس کې وه، نو د خلک او پرچم په نوم ګوند کې يې ځوانان په کې راټول کړل، ځینو بیا امریکایانو او غربیانو په لاس کې واخیستل، د افغان ملتیانو او مساواتیانو ګوندونه يې جوړ کړل، ځينې د مصر جامعة الازهر په لاس کې واخیستل، ځينو بیا علماء کرامو په لاس کې واخیستل چې مونږ ورته د «خدام الفرقان» په نوم تنظیم جوړ کړ، تکړه تکړه ځوانان مو د اهل سنت والجماعت په عقیده تربیه کول، ځکه مونږ پوه شو، دا فتنه چې ملک ته راغلې، خونین انقلاب ته ضرورت لری، په خبرو، مظاهرو او چیغو نه حل کېږي چې فلانکی مرده‌باد او زنده‌باد، له مونږ مسلح مبارزه غواړي، علماوو، ښو او نېکو مسلمانانو د سلاح د زده‌کولو ضرورت احساس کړ. چې کله نورمحمد تره کی واکمن شو، ملک مو اور واخیست، دوی به ویل چې زمونږ دا خاوره په کار ده، نه نفوس، دوی به ویل چې «ملا سید خان» مه پرېږدئ، مطلب يې ترې ملا، سید او خان و. ویل به يې چې د دوی بېخ وکاږئ، هماغه وو چې ډېر زيات ښه ښه خلک او علماء يې له منځه یوړل؛ کمونستان سخت احمقان او لوپران وو، ما په نامه نامه پېژندل، زموږ د پکتيکا ښرنه په کمونستي کې درېیم نمبر وه، خیال‌محمد کټوازی، اسلم وطنجار، سلیمان لایق دا ټول د ښرنې وو. تر کمونستانو بې‌حیا خلک نه وو. دا خبرې مې ځکه وکړې چې کمونستانو زمونږ ماشومان دې ته اماده کړل چې  د اکتوبر انقلاب ممثلین وګرځي او کمونستي انقلاب راولي، خو مقاومت ورسره وشو او په خپلو شومو اهدافو کې ناکام شول».

د علومو اکاډمي رئیس زياته کړه چې اوس موږ ته الله تعالی ښه زمینه او فرصت په لاس راکړی، نو زموږ لوی مسؤولیت دا دی چې خپلو اولادونو او ماشومانو ته اسلامي تربیه او سالمه فکري روزنه ورکړو او پرې نه‎ږدو چې د غیر شرعي او غیر اسلامي روزنې ښکار شي.

 په ده پسې د اسلامي امارت د رئيس الوزراء پيغام د څېړنپوه محمد آصف احمدزي له خوا ولوستل شو. په پیغام کې د یاد سیمینار له جوړولو مننه شوې وه، دا د قدر وړ اقدام بلل شوی و او په کې راغلي و چې: ماشومان د ټولنې لویه پانګه او د راتلونکي بنسټګر بلل کېږي. د اسلام په مبارک دین کې د ماشومانو په سالمه تربیه، اخلاقي اصلاح او روزنه خورا ډېر تأکید شوی دی. ځکه همدا ماشومان د سبا ورځې ځوانان دي چې د ټولنيز ژوند درانه مسؤولیتونه به پر غاړه اخلي. د یوه متدین صالح، باوقاره او بااخلاصه نسل روزل، هغه ستر مسؤولیت دی چې په پایله کې يې ټولنه معنوي لوړتیا، ثبات او اصلاح ته رسيږي چې له همدې امله باید د ماشوم روحي او فکري روزنه د حکومتي نظامونو په لومړیتوبونو کې وي.

وروسته د غونډې د بل انانسر لبيب له‌خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شیخ الحدیث مولوي شیر احمد حقاني صاحب دریځ ته راوغوښتل شو. هغه په خپلو خبرو کې وویل: ماشوم د تربیت تابع دی، هر ډول تربیت چې ورکړل شي، نو هماغه ډول شخصیت ترې جوړېږي. ماشوم ته باید اسلامي روزنه ورکړل شي، ځکه چې په اسلام کې زیات ادبي او اخلاقي تربیت نغښتی دی. د اسلام له نظره د ماشوم مور او پلار دا مکلفیت لري چې د خپل اولاد ټولنیز او اخلاقي نظام د سمولو او سالمې روزنې په برخه کې پوره پاملرنه وکړي او د ماشوم د رشد او ودې هره مرحله په نظر کې نیولو سره هغه ته روزنه ورکړي. د ماشوم اسلامي تربیه او ادب ورکول پر والدینو باندې حق دی او همداراز هغه ماشومان چې یتیمان وي، په خپلو سرپرستانو دا حق لري چې د دوی سالمه روزنه وکړي.

هر علمي سيمينار علمي کمیسیون لري، نو د انانسر له‌خوا د کمیسیون مشر دکتور اسحق زی او مرستیالان يې د کابل پوهنتون استادان پوهاند دکتور اجمل ښکلی او پوهنیار صلاح الدین مومند، د سیمنیار منشي دکتور سيدي اعلان شول. د سیمینار د ارزونې لپاره د کابل پوهنتون استاد پوهندوی محب الله ترابي غوره شو.

 د علمي کمیسیون له خوا د علمي مقالو د وړاندې کولو لپاره داسې طرحه وړاندې کړې وه چې له هر ویناوال وروسته به علمي مقاله وړاندې کېږي، هماغه و چې د لومړۍ مقالې لپاره څېړنپوه نیازی راوبلل شو او خپله مقاله يې ارائیه کړه.

ورپسې د لوړو زده‌کړو وزارت علمي معین شیخ الحدیث مولوي ضياء الرحمن مدني د اولاد د روزنې په برخه کې د والدینو توجه او پاملرنې په اړه تفصیلې وینا وکړه، ويې ویل: پخوا د عربو دا قانون و چې ماشومان به یې لرو پرتو سیمو او اطرافو ته لېږل ترڅو له هغو خلکو څخه ادبیات او فصیحه عربي ژبه زده کړي. زموږ د ماشومانو د وروسته پاتې کېدو اساسي علت دا دی چې موږ خپلو اولادونو ته شرعي او اسلامي زده‌کړه نه ده ورکړې او د خپل دین په اړه مو ورسره بشپړ معلومات نه دي شریک کړي، که د رسول الله صلی الله علیه وسلم چلند ته پام وکړو، نو موږ ته روښانه کېږي چې هغه مبارک په هره برخه کې او هر وخت ماشومانو ته سالمه تربیه ورکړې ده او امت ته یې هم دا توصیه کړې ده چې خپلو اولادنو ته د عبادت او ټولنیز ژوند ټول احکام او اخلاق ور زده کړي.

 بیا څېړنوال محمد نبي الميداني خپله مقاله ولوسته او ورپسې د پوهنې وزارت پیغام د وزارت د دفتر رئیس شيخ طاوس طارق ولوست او وروسته څېړنپوه برهان الدین نظامي خپله مقاله وړاندې کړه. د کابل پوهنتون پیغام د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس صلاح الدين مومند ولوست او بیا په ترتیب سره، د بلخ د «راه سعادت» پوهنتون رئیس دکتور  محمد عمر مبارز، د پروان پوهنتون استاد پوهندوی ګل‌رحمن رحماني، د اکاډمي علمي غړي څېړنوال دکتور نورالحبیب نثار او د البیروني پوهنتون استاد پوهنمل دکتور نورالرحمن ناصح خپلې مقالې د سیمینارو ګډونوالو سره شریکې کړې. د ښوونې او روزنې پوهنتون پيغام پوهندوی رحمان الله قانع ولوست.

د سیمینار په منځ کې د غونډې انانسر د سیمینار د پرېکړه ليک مسودې چمتو کولو لپاره دا نومونه اعلان کړل: څېړنپوه دکتور رفيع الله نیازی، څېړنپوه برهان الدین نظامي، څېړنپوه محمد آصف احمدزی، څېړنپوه عليشېر رستګار، څېړنوال رحیم الله حریفال، څېړنوال مفتي نورمحمد محبي، علامه عبدالستار محمدي، پوهندوی عثمان څولیزی (د بامیانو پوهنتون استاد) او پوهنیار روح الله سروان (د کابل پوهنتون استاد).

ما چې تر سیمینار مخکې د پرېکړه‌لیک مسوده چمتو کړې وه او هم مې د ښاغلو سيدي، نيازي او حریفال له نظره تېره کړې وه، کمېټې سره شریکه کړه، هغوی پرې څه کمونې او زياتونې وکړې او کمېټې بیا د بامیانو پوهنتون استاد څوليزي ته دا ویاړ ور وباښه چې د سيمینار ګډونوالو ته يې ولولي او د هغوی رایه پرې واخلي.

د سیمینار د موضوع په تړاو ګڼې مقالې راغلې وې چې (۶۳) عنوانه علمي- څېړنيزې مقالې په کې ومنل شوې چې د ماشوم د ادبیاتو بېلابېل اړخونه په کې روښانه او مفصل څېړل شوي وو، خو د وخت د کمښت له امله یواځې (۷) مقالې ارائیه شوې او د سیمینار په وروستیو شېبو کې د سیمینار پرېکړه‌لیک ولوستل.

د غونډې ارزونه ښاغلي ترابي ته سپارل شوې وه چې په خپلو خبرو کې يې د سیمینار ستاینه وکړه، خو ترڅنګ يې څو پيشنهادونه وکړل چې په راتلونکي کې د ماشوم ادبیاتو په اړه ورته توجه وشي. نوموړي وویل چې که په سیمینار کې د ماشومانو اړوند نظمونه او شعرونه ویل شوي وای، لا به ښه و. ده خپلې خبرې د استاد پسرلي په دې بیتونو پای ته ورسولې:

ماشوم د هر چا د مینې یار وي

که د امین زوی که د غدار وي

بادام که تریخ وي که خوږ خو ګل یې

د بهارونو د غاړې هار وي

یاد سیمینار د علومو اکاډمي د طبيعي – تخنیکي علومو مرستیال شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب په دعائیې سره په څه باندې يوې بجې پای ته ورسېد. د سیمینار ټول ګډونوال د غرمنۍ لپاره ټاکل شويو ځایونو ته بدرګه شول. تر ډوډۍ خوړلو وروسته د مقالو لیکوالو لپاره چمتو شوي تأییدلیکونه د ژبو او ادبیاتو مرکز کې هر یوه ته وسپارل شول.

زما لپاره د خوښۍ خبره دا وه چې له اکاډمۍ بهر اکثریت مقاله لیکوالو سره مې په لومړي ځل مخامخ ولیدل چې له ځينو سره مې د مقالو د رالېږلو او سمونو خاطرې شریکې کړې. یوه مقاله لیکوال محمد موسی روحاني تر روغبر وروسته راته وویل چې له سیمینار یوه ورځ مخکې (د دوشنبې ورځ) د سهار په لسو بجو ده او بل مقاله لیکوال عبیدالله برهاني له غور ولایت څخه حرکت راوکړ، ټوله شپه يې په موټر کې مزل وکړ او سهار پنځه بجې کابل ته د همدې سیمینار لپاره را ورسېدل. د دې خبرې په ویلو سره مې یو ځلي بیا په غېږ کې ونیو چې کور دې ودان چې له علم او تحقیق سره د مينې او علاقمندۍ لپاره مو دومره اوږده او ستړي سفر ته اوږه ورکړې ده.

نو په ټوله کې سیمینار نورې ډېرې په زړه‌پورې تلپاتې او معنوي برخې هم لرلې چې ما یې یوازې همدومره برخې بیان کړای شوې. په دې هیله چې د دغه علمي- څېړنيز سیمینار مقالې مینه‌والو ته په کتابي بڼه وړاندې کړای شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

جانداد جهاني څنگه پښتو ژبه جهاني کوي؟

پوهندوی آصف بهاند لومړی احمدولي اڅکزی او اوس یې بل‌ملگري جانداد جهاني داسې پروژه چې ټول کارکونکي یې له کاره راضي دي (د مورنۍ‌ژبې نړیواله‌ورځ ــ ۲۰۲۶...