Homeخبرونهپخواني ولسمشر حامد کرزي یو وار بیا پر واکمنو غږ وکړ چې...

پخواني ولسمشر حامد کرزي یو وار بیا پر واکمنو غږ وکړ چې نجونې زده کړو ته پرېږدي

تاند (چهارشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۶ مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیزي او ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي.

 هغه ویلي چې زده‌کړه د افغانستان د راتلونکې لپاره حیاتي ارزښت لري.

کرزي ویلي، هیله لري چې نجونې ژر وکولای شي خپلو زده‌کړو ته بېرته ستنې شي او ښځو او مسلکي کادرونو ته د هېواد په ټولنیز او اقتصادي پرمختګ کې د ونډې اخیستو فرصت ورکړل شي.

هغه ویلي: «د افغانستان پرمختګ او سوکالي په یوه متحد او لوستي ملت پورې تړلې ده.»

پخواني ولسمشر افغانستان د ټولو اتباعو ګډ کور بللی او ویلي یې دي چې هر افغان باید په خپل هېواد کې د مالکیت او تړاو احساس ولري. هغه همداراز د افغانستان د راتلونکې لپاره د تعلیم، پوهې او مسلکي کادرونو پر روزنې ټینګار کړی دی.

د کرزي څرګندونې په داسې حال کې دي چې طالبان لا هم نجونې له منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو منع کوي، او افغانستان اوس یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له لومړنیو زده‌کړو پورته له تعلیم څخه محرومې دي.

طالبانو همداراز د ښځو پر کار او ټولنیز حضور پراخ محدودیتونه لګولي دي.

حامد کرزي د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له ستنېدو راهیسې څو ځله د نجونو د زده‌کړو د بېرته پیل غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې تعلیم د ملي پرمختګ او ثبات لپاره اړین دی.

هغه د خپل پیغام په بله برخه کې له هغو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې چې په وروستیو میاشتو کې د سېلونو او سختو بارانونو له امله زیانمنې شوې دي.

کرزي له بشري بنسټونو او خلکو غوښتي چې د سېل ځپلو او له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکو کډوالو مرستې ته دوام ورکړي.

هغه همداراز د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو او حملو قربانیانو ته درناوی وړاندې کړی او د هغوی له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د کرزي څرګندونې په داسې حال کې دي چې افغانستان له زیاتېدونکو بشري او اقتصادي فشارونو سره مخامخ دی؛ فشارونه چې د کډوالو پراخه بېرته راستنېدا، د اقلیمي بدلون له امله طبیعي پېښې، او پر ښځو او نجونو دوامدار محدودیتونه پکې شامل دي، او نړیوالې نیوکې یې راپارولي دي.

پرون د افغانستان بل پخواني ولسمشر  اشرذف غني د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي و چې د افغانستان وضعیت بیړنی دی او هیواد د ګړتګ په غاړه دی.

اشرف غني له ۶ میاشتو وروسته په لومړني پیغام کې د افغانستان حالات د ګړنګ په غاړه بللي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال، څېړونکی او شاعر عارف غروال وفات شو

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲ مه) د افغانستان یوه تکړه څېړونکی، شاعر او د علومو اکاډمۍ مشر غړي عارف غروال د ۸۱ کلونو...