تاند (چهارشنبه د غبرګولي/ جوزا ۶مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له هند کرکټ ملي لوبډلې سره د یوې ټېسټ او درېیو یو ورځنیو لوبو د ترسراوي لپاره دغه هېواد ته ولاړه.
کرکټ بورډ څو شېبې وړاندې دغه خبر په خپله فېسبوک پاڼه خپور کړی دی.
افغان ملي لوبډله د راتلونکې جون میاشتې په شپږمه نېټه د کوربه هند پر وړاندې یوازینۍ ټېسټ لوبه لري او ورپسې به د جون له ۱۳مې تر ۲۰مې نېټې پورې درې نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ هم ولري.
کرکټ بورډ پرون سه شنبه دغو سیالیو ته د لوبډلې نوملړونه اعلان کړل.
په ټېسټ لوبډله کې:
حشمتالله شهیدي لوبډلمشر، عبدالمالک، رحمت شاه، رحمنالله ګربز، رحمنالله ځدراڼ، عظمتالله عمرزی، قیس احمد،شرف الدین اشرف، ننګیال خروټی، سلیم ساپی، ضیاء شریفي، صدیق اتل، اکرام علیخېل او بلال سميع شامل دي.
دغه راز، د یو ورځنیو سیالیو لپاره په اعلان شوې لوبډله کې:
ابراهیم ځدراڼ، حشمتالله شهیدي، رحمنالله ګربز، صدیقالله اتل، دروېش رسولي، محمد نبي، راشد خان، عظمتالله عمرزی، اکرام عليخېل، ننګیال خروټی، غضنفر، فرید ملک، ضياء شریفي، بلال سمېع اورحمت شاه د لوبډلې برخه دي.