تاند (چهارشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۶ مه) د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) د الوتونکو رکیبیو UFO یا ناپېژندل شوو الوتونکو شیانو په اړه هغه اسناد، چې تر اوسه نه وو لیدل شويو خپاره کړل.
په دې اسنادو کې، چې د دې ډول پټو اسنادو دوهمه برخه ده، د ځمکې پر سر د ملکي وګړو او ان د سپوږمۍ پر مخ د ستورمزلو لهخوا د مشکوکو لیدل شویو شیانو راپورونه هم شامل دي.
دغه اسناد، چې د څو لسیزو په لړ کې راټول شوي دي، د جمعې په ورځ له محرمیت څخه وایستل شول او د امریکا د دفاع وزارت پر وېبپاڼه خپاره شول. دا اقدام د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونه شوی. ټرمپ د روان کال په پیل کې ویلي و دغه اسناد به «د خلکو د پراخې لېوالتیا له امله» خپاره کړي.
په وروستیو کلونو کې د امریکا په متحدوایالتونو کې له ځمکې څخه بهر د ژوند په اړه د خلکو لېوالتیا یو ځل بیا زیاته شوې ده. په ۲۰۲۲ کال کې کانګرس د الوتکو رکیبیو یا UFO په اړه په تېرو پنځوسو کلونو کې لومړنۍ استماعیه غونډې وکړې، او پوځ ژمنه کړې چې په دې برخه کې به ډېر شفاف عمل وکړي.
ټولټال ۱۶۱ دوسیې د دفاع وزارت پر وېبپاڼه د خپرې شوې دي، او ویل شوي چې نور اسناد به هم وروسته خپاره شي.
د جمعې د ورځې د اسنادو خپرېدو وروسته له هغې ډېر پام ځانته واړاوه چې پخواني ولسمشر بارک اوباما د فبرورۍ په میاشت کې په یوه مرکه کې ویلي و چې «فضايي موجودات رښتیا دي، خو ما نه دي لیدلي.»
اوباما وروسته خپلې څرګندونې روښانه کړې او ویې ویل چې د احصایوي احتمال له مخې ښايي په نړۍ کې بل ځای هم ژوند موجود وي، خو ده د ولسمشرۍ پر مهال «هېڅ ډول ثبوت» نه و لیدلی.
ټرمپ وروسته هماغه میاشت پینټاګون ته امر وکړ چې «د فضايي او غیرځمکني ژوند، ناپېژندل شوو هوايي پدیدو (UAP) او الوتکو رکیبیو» اړوند اسناد خپاره کړي.
هغه اسناد چې د جمعې په ورځ خپاره شول، پکې د پوځ لهخوا له محرمیت څخه ایستل شوي یادښتونه، سپوږمۍ ته د اپولو د ماموریتونو راپورونه، او د هغو کسانو بیانونه شامل دي چې ادعا کوي UFO یا ناپېژندل شوي الوتونکي شیان یې لیدلي او ګومان کوي چې ښايي له غیرځمکنۍ سرچینې سره تړاو ولري.
دا اسناد په زغرده نه ثابتوي چې دا ډول شیان شته او دا باور هم نه ختموي چې دا ډول شیان دې نه وي. پینتاګون ویلي چې نور تصویرونه او ویدیوګانې به هم خپرې کړي.