شکورالرحمن حمیدي
«ضد به دې ختم شي، ګلان به راته راوړي، خو!
څو ورځې وړاندې، د راتلو به دې وفات یمه!؟»
د پاسني بیت پر بهانه به یو څو کرښې درسره شریکې کړم.
دا یوازې د دوو زړونو ترمنځ د فاصلې کیسه نۀ ده، بلکې د ملتونو، سیاستونو او مشرانو د ناوخته بیدارۍ انځور هم دی.
پۀ تاریخ کې ډېر داسې وختونه راغلي چې خلک، حکومتونه او ځواکمن شخصیتونه د حقیقت پر وړاندې پر ضد ولاړ پاتې شوي؛ د تفاهم پر ځای یې غرور غوره کړی، د خبرو پر ځای یې خاموشي او د ورورولۍ پر ځای یې فاصله زیاته کړې ده. خو کله چې د حالاتو توپان هر څۀ وران کړي، بیا د سولې ګلان پۀ لاس اخلي — مګر هغه وخت ډېر ناوخته شوی وي.
پۀ ټولنه کې ځینې شخصیتونه، او ځینې ارزښتونه داسې وي چې تر ژوندن پورې یې قدر نۀ کېږي.
کله چې قرباني ورکړي، قرباني شي، لۀ منځه لاړ شي او یا تر خاورو لاندې شي، بیا خلک د هغوی د خبرو، فکر او موجودیت تشه احساسوي. هماغه وخت د پښېمانۍ احساسو کوي او د پېښېمانۍ د ګلونو ګېډۍ یې قبر ته راوړي؛ خو قبرونه د بښنې ژبه نۀ اوري او نۀ یې پېژني.
تاریخ او ادب تل موږ ته دا درس راکوي چې مینه، تفاهم، عدالت او قدر باید پر خپل وخت وشي. ځکه ناوخته مینه او ارزښت د وچ ګل مثال لري؛ ښکلا لري، خو بوی نۀ لري.
سیاست هم که د ولس درد پر خپل وخت درک نۀ کړي، سبا به د تاریخ پۀ هدیره کې د بخښنې ګلان ږدي، خو ولس به ترې مخکې “وفات” شوی وي — یا پۀ فقر، یا هجرت، یا خاموشۍ کې.
پر خپل وخت د یول بل قدر وکړئ، پر وخت لاسونه سره ورکړئ، او پر وخت د انسان، ولس او اړیکو درناوی وکړئ؛ ځکه ځینې راتګونه تل ناوخته وي.
پۀ درنښت