Home+مسکو او طالبان: په افغانستان کې د روسیې بدلېدونکې جیوپولیټیکي لاره

مسکو او طالبان: په افغانستان کې د روسیې بدلېدونکې جیوپولیټیکي لاره

لیکنه : غ. جانباز

په لاندی لیکنه کی هڅه شوی په افغانستان کې د امنیتي اندېښنو، سیمه‌ییزو رقابتونو او نړیوال فشارونو تر سیوري لاندې د مسکو نوې سیاسي محاسبه وڅيړل شي

د روسیې د فدرالي امنیتي اداری (FSB) د مشر د وروستیو څرګندونو وروسته دا څرګنده شوه چې مسکو له طالبانو سره د احتیاطي اړیکو له مرحلې څخه د کابل او کندهار د اوسنیو واکمنانو په ګټه یوې لا ښکاره سیاسي تګلارې ته اوړي.

ځانګړې پاملرنه دې ته اوښتې چې د افغانستان د وضعیت د بې‌ثباته کوونکو ځواکونو په ډله کې نه یوازې د داعش جوړښتونه، بلکې د طالبانو ضد ډلې لکه «د افغانستان د ملي مقاومت جبهه» او «د آزادۍ جبهه» هم یادې شوې.

تر دې هم مهمه دا وه چې الکساندر بورتنیکوف د دغو ډلو فعالیتونه د بریتانیا د استخباراتي ادارو له ملاتړ سره وتړل. دا څرګندونې عملاً دا معنا لري چې روسیه نور د افغانستان وسله‌وال اپوزیسیون د بدیل سیاسي مرکز په توګه نه ارزوي.

که مخکې مسکو له طالبانو او د طالبانو ضد ډلو دواړو سره اړیکې ساتلې، اوس یې په ښکاره ډول د کابل او کندهار د اوسني واکمن نظام په ملاتړ روښانه دریځ غوره کړی دی.

د دې سیاست اصلي علتونه تر ډېره د امنیت له زاویې سرچینه اخلي. د روسیې لپاره افغانستان تر هر څه زیات جیوستراتېژیک اهمیت لري، نه ایډیولوژیک.

د مسکو اساسي موخه دا ده چې منځنۍ آسیا ته د بې‌ثباتۍ د خپرېدو مخه ونیسي. روسي امنیتي ادارې وېره لري چې افراطي ډلې پیاوړې نه شي، سختدریځې شبکې د ګډو ګټو هېوادونو (CIS) جمهوریتونو ته نفوذ ونه کړي او په سیمه کې د دولتونو ثبات ته زیان ونه رسوي. د مسکو له نظره، که څه هم د طالبانو نظام سخت او په نړیواله کچه نه دی پېژندل شوی، خو بیا هم د افغانستان د یوې نوې کورنۍ جګړې یا د هېواد د تجزیې په پرتله لږ خطرناک ښکاري.

روسیه همداراز په دې باور ده چې د طالبانو ضد وسله‌وال اپوزیسیون د واک د بدلولو لپاره کافي سرچینې او ظرفیت نه لري. که څه هم دغه ډلې له بهرنیو هېوادونو سره سیاسي اړیکې لري، خو نه پراخ نړیوال ملاتړ لري، نه واحد همغږی کوونکی مرکز او نه هم دومره پوځي ځواک چې له طالبانو سره پراخ تقابل وکړي. داسې ښکاري چې مسکو پر دغو ډلو تکیه کول ډېر خطرناک او لګښت‌لرونکی انتخاب ګڼي.

بل مهم عامل د اوکرائین له جګړې وروسته د روسیې او لوېدیځ ترمنځ پراخ نړیوال تقابل دی. د افغانستان د اپوزیسیون په تړاو د بریتانیا یادونه ښيي چې مسکو نږدې ټولې د طالبانو ضد ډلې د لوېدیځ د نفوذ احتمالي وسیلې ګڼي.

دا د روسیې د وروستیو کلونو له هغې عمومي تګلارې سره سمون لري چې پکې امنیتي موضوعات ورځ تر بلې د جیوپولیټیکي سیالۍ له زاویې تفسیرېږي.
خو پر طالبانو تکیه بیا هم له خطره خالي نه ده. د افغانستان اقتصاد له سخت بحران سره مخ دی، په هېواد کې دننه ټولنیز او سیاسي اختلافات دوام لري او د داعش فعالیتونه هم نه دي کم شوي. د بې‌ثباتۍ بل لامل د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ خرابېدونکې اړیکې دي، حال دا چې پاکستان لا هم د افغانستان په چارو کې د نفوذ ډېر امکانات لري.

سربېره پر دې، د طالبانو وضعیت تر ډېره پر بهرنیو مالي مرستو ولاړ دی. سره له دې چې له کابل سره سیاسي اختلافات شته، امریکا او نړیوال سازمانونه لا هم بشري او مالي میکانیزمونه تمویلوي؛ هغه مرستې چې پرته ترې د افغانستان اقتصاد ښايي د بشپړ سقوط تر پولې ورسېږي.

روسیه په اوسنیو شرایطو کې داسې منابع نه لري چې ځان د افغانستان د اقتصاد ملاتړ ته وقف کړي.

په پایله کې، مسکو یو عملي خو ډېر پېچلی انتخاب کړی دی. روسیه هڅه کوي طالبان د CIS هېوادونو د جنوبي پولو د نسبي ثبات د ساتنې وسیله وګرځوي او په عین حال کې په سیمه کې د لوېدیځ نفوذ محدود کړي.
خو مسکو پر طالبانو بشپړ کنټرول نه لري او نه هم ډاډه کېدای شي چې هغوی به په اوږدمهال کې ورته وفادار پاتې شي. د روسیې د افغانستان سیاست ورځ تر بلې د داسې توازن ساتلو هڅې ته ورته کېږي چې پکې امنیتي اندېښنې، جیوپولیټیکي ګټې او د واقعي نفوذ محدود امکانات سره ټکر کوي — یوه لوبه چې پایله یې لا هم نامعلومه ده.

سره له دې، د مسکو اوسنی مسیر، چې د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندنه هم پکې شامله ده، د روسیې د بهرني سیاست یو نسبتاً ځانګړی ګام ښکاري. روسیه هڅه کوي د افغانستان د روانو تحولاتو په مرکز کې خپل حضور ټینګ کړي او تر یوه بریده پر هغو مستقیم اغېز ولري، او په دی توګه د افغانستان موضوع د سیمې په اړه د خپلې پراخې جیوپولیټیکي ستراتیژۍ یو مهم عنصر وګرځوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال، څېړونکی او شاعر عارف غروال وفات شو

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲ مه) د افغانستان یوه تکړه څېړونکی، شاعر او د علومو اکاډمۍ مشر غړي عارف غروال د ۸۱ کلونو...