Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان ته د روسیې د نفتي توکو په صادراتو کې ۲۰ سلنه...

افغانستان ته د روسیې د نفتي توکو په صادراتو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی

تاند ( چهارشنبه د کب – حوت ۶مه ) ‏‏ تازه شمېرې ښيي چې په تېر ۲۰۲۵ کال کې افغانستان ته د روسیې د نفتي توکو په صادراتو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

دا خبر د طالبانو اړوند باختر خبري اژانس خپور کړی دی.

سرچینه وایي ،دا بدلون د دې ښودنه کوي چې کابل د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره په سیمه ییزه کچه خپلو ستراتیژیکو همکاریو ته پراختیا ورکړې ده.

د یاد اژانس په وینا، افغانستان ته د روسیې صادرات ۲۰ سلنه زیات شوي، منځنۍ اسیا او افغانستان ته په ټوله کې د روسیې د تېلو په صادراتو کې ۱۵.۵ سلنه وده لیدل کېږي.

دوی وايي؛ بلاروس هم د افغانستان په بازار کې خپله ونډه زیاته کړې او په تېر کال کې یې نږدې ۴۰۰،۰۰۰ ټنه نفتي توکي دغه هېواد ته صادر کړي دي.

د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د کابل او مسکو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۵۳۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلې، چې لویه برخه یې ($۴۰۲ میلیونه) پر نفتي توکو (پټرول، ډیزل او ګاز) مشتمله ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پښتو ورځ او د يو پوهنتون پښتون کول / بصيرالحق عادل

د جمهوريت په وروستي کال چې کابل ته د ماسټرۍ د زده‌کړو لپاره ولاړم، د ماسټرۍ له پيل څو مياشتې وروسته مې کابل کې...