چهارشنبه, فبروري 25, 2026
Home+قرآن څه ډول انسان روزي؟ |د محمد ابراهیم شینواري

قرآن څه ډول انسان روزي؟ |د محمد ابراهیم شینواري

د قرآن کریم له نظره د روژې لوی هدفونه دا دي چې انسان د الله تعالی ستروالی وپېژني، شکر وباسي، تقوا حاصله کړي او روحاني رشد ته ورسېږي.  (سورة البقرة: ۱۸۵–۱۹۳).

د قرآن کریم د اساسي موضوعاتو (الله تعالی، د انسان دنیوي ژوند، او آخرت) په باب مو په تېر بحث کې معلومات وړاندې کړل. دا چې د روژې پورته اهداف په انسان پورې مربوط دي، نو دغه برخه یو ځل بیا په نسبتاً زیات تفصیل څېړو چې قرآن څنګه یو رشد ته رسېدلی انسان روزي.

د قرآن کریم له نظره د انسان ژوند یوازې فردي یا مادي سفر نه دی، بلکې یو مسؤولانه او معنا لرونکی مأموریت دی. الله تعالی انسان د شعور، ارادې او اختیار څښتن پیدا کړی او د سمې لارې پر لوري یې ورته هدایت کړی دی. د دغه هدایت په رڼا کې ویلای شو چې انسان په دروو محورونو کې خپل ژوند او اړیکي تنظیموي: په عمودي محور کې له الله تعالی سره، په داخلي محور کې له خپل نفس سره، او په افقي محور کې له نورو انسانانو، طبیعت او چاپېریال سره. د قرآني هدایاتو په رڼا کې د همدې اړیکو سموالی د دنیا او آخرت بری تضمینوي. دا درې محورونه جلا جلا نه، بلکې د یو مکمل فکري بنسټ روښانونکي دي؛ عمودي رابطه انسان ته روحاني تکیه ورکوي، داخلي رابطه شخصیت جوړوي، او افقي رابطه ټولنه او تمدن رامنځته کوي.

 

لومړی. له الله سره د انسان اړیکه: (عبادت، ایمان او روحاني تړاو)

له الله تعالی سره د انسان اړیکه د ایمان، توحید او عبودیت پر بنسټ ولاړه ده. هر مومن باید لومړی الله تعالی په قرآن کریم کې د ذکر شوو ښکلو نومونو او صفاتو (اسماءُ الحسنیٰ) سره سم وپېژني او پرې ژور یقین او ایمان ولري. خپله عقیده د توحید په دریو واړو مسیرونو (الوهیت، ربوبیت او ملوکیت) کې یوازې الله ته خالصه کړي، او په الوهیت، واکمنۍ او تدبیر کې ورسره هېڅ شی او هیڅوک شریک نه کړي.

له دې ایماني بنسټ وروسته، مومن خپل زړه د الله تعالی د تقوا، خشیت او دوامدارې پروا په احساس ژوندی ساتي؛ رحم، مغفرت، نعمتونو، جنت او رضوان ته یې هیله او رجاء ساتي، او له نافرمانۍ، ګناه او ګمراهۍ څخه یې ویره او خشیت لري. په هر فکر، نیت او عمل کې د الله تعالی حضور احساسوي، او د تېروتنې او سهوې په صورت کې سمدستي توبه باسي، بېرته الله ته ورګرځي، او د خپلو سهوو او بدیو د جبران کوښښ پیلوي.

په عملي ژوند کې، مومن د الله تعالی د اوامرو اطاعت کوي، له نواهیو ځان ساتي، او په هر څه کې د هغه سپیڅلي ذات ارادې ته تسلیمېږي. له تدبیر، ارادې او کوښښ وروسته پر الله توکل کوي، او د نفس، شیطان او هر ډول شر پر وړاندې الله ته په پناه وړلو سره پرله‌پسې هڅه او کوښښ کوي.

عبادتونه او خپل نیک اعمال؛ لکه لمونځ، دعا، ذکر، رکوع، سجده، روژه، زکات، صدقه، خیرات، حج، قرباني، خدمتونه، ذکر، فکر او تزکیه؛ په ټوله کې خپل ژوند او مرګ یوازې د الله تعالی د رضا لپاره ځانګړي کوي. د حلال او حرام حدود مراعتوي، په شریعت پابند او قانون منونکی وي، او د عدالت د قیام او عملي کېدو لپاره کار کوي. په دې سره انسان د هر بل چا او شي (نیکونو، ملي، قومي او مذهبي مشرانو، مادیاتو، جواهراتو، ونو، بوټو، لمر، سپوږمۍ، بتانو او…) له بنده ګۍ ازادېږي.

د دې اړیکې ثمره دا ده چې انسان شکرګزار، صابر، پاک، هدایت موندلی او ډاډمن شي؛ له الله سره د قرب، ولایت او معنوي نږدېوالي مقام ته ورسېږي، یقین یې قوي شي، د زړه شفا، عافیت او سکون ترلاسه کړي، او په پای کې د فلاح او فوز (یعنې د دنیا او آخرت د بري) مستحق شي.

 

دوهم. له خپل نفس/ ځان سره اړیکه (تزکیه، تقوی، تفکر او شخصیت جوړونه)

له خپل نفس سره د انسان اړیکه د ایمان او ځان پېژندنې له بنسټ څخه پیلېږي. مومن لومړی خپل فطرت، عقل او مسؤلیت درک کوي، پر الله ایمان تازه او قوي ساتي، او پوهېږي چې ژوند په بهترینو عملونو کې د ازموینې او ابتلاء ډګر دی. همدې شعور او بیدارۍ ته په رسېدو سره د خپل نفس اصلاح او روزنه خپل لومړیتوب ګرځوي.

له دې وروسته د فکر او علم پړاو راځي؛ انسان د تلاوت، تعلیم، تعلم، تحقیق، تفکر، سیر او تدبر له لارې خپل فهم پراخوي، د حکمت لټه کوي، او هر کار په پوهه او بصیرت ترسره کوي.

په قلبي او اخلاقي اړخ کې، مومن د نفس تزکیه او د زړه پاکول خپل دوامدار هدف ټاکي؛ له دروغو، کینې، غرور او بدو خویونو ځان ساتي، او صدق، صفا، طهارت، زهد، تعادل (وسطیت)، صبر او استقامت خپلوي. په سختیو کې ثبات ساتي او په اسانتیاوو کې شکرګزاري کوي. په دې توګه یې نفس متوازن او مهذب پاتې کېږي.

په عملي ډګر کې، انسان پر داسې سعي او هڅه باور لري چې زړه‎، سترګې او غوږونه یې مسؤول دي او د هرې ذرې د خیر او یا شر بدله به ویني، د حلالې روزي او نعمتونو د ګټلو لپاره کار کوي، او له هر استعداد، وړتیا، پانګې او لاس ته راوړنې څخه پر نورو انفاق کوي. د پرله‌پسې پرمختګ پر لور کوښښ کوي، خپل وخت او توان د احسن او صالح عمل لپاره، او هر عمل د جوړښت، خیر او مرستې په نیت ترسره کوي، نه د نفس د غوښتنو او هوا لپاره.

د دې سالمې اړیکې نتیجه دا ده چې انسان د شخصیت له پلوه اهلیت او وړتیا پیدا کوي، په سلوک او سیر کې پخېږي، شعور او ځان کنټرولي (شخصي تقوی) ترلاسه کوي، او ورو ورو د اخلاقو، فکر او عمل له پلوه د زړه ډاډ، فکري توازن، شخصیتي بشپړتیا (رشد) ته رسېږي؛ او د الله د رحم په رڼا کې، د دې نړۍ او د اخرت د دایمي بري هیله پیدا کېږي.

دریم. له نورو انسانانو او چاپیریال سره اړیکه: (تعاون او اعمار)

قرآن انسان ته یوازې د فردي عبادت هدایت نه کوي، بلکې د ټولنیز عدالت او انساني تعامل د بشپړ نظام لارې ورښيي. په عین ډول ورته د چاپیریال د ساتنې، له نعمتونو د استفادې او کایناتو د پېژندنې امر هم کوي.

 

الف. له نورو انسانانو یا همنوعانو سره اړیکه: (اخلاق، انفاق، عدالت او ټولنیز تعامل)

د قرآن له نظره له نورو انسانانو سره اړیکه یوازې ټولنیز تعامل نه، بلکې یو اخلاقي او ایماني مسؤولیت دی. د انسان ټولنیز ژوند باید د اخلاقو، عدالت، رحمت او تعاون پر بنسټ ولاړ وي. مومن مکلف دی چې په خپلو اړیکو کې مینه، انصاف، امانتداري او خیرخواهی اصل وګڼي، تر څو نه یوازې ځان، بلکې نور هم له امنیت، سکون او خیر څخه برخمن کړي. دا اړیکې د انسان د ایمان عملي بڼه ده.

دا ټولنیز تعامل له نږدې دایرې پیلېږي او ورو ورو پراخېږي. لومړۍ او تر ټولو بنسټیزه دایره کورنۍ ده. له والدینو سره احسان، درناوی، خدمت او نرمي د انسان اساسي مکلفیت دی. د مېړه او مېرمنې اړیکه باید د مودت، حسن معاشرت او امانت پر بنسټ ولاړه وي، چې کور د سکون او اطمینان ځای شي. له اولاد سره شفقت، روزنه، تعلیم او عدالت، او له خپلوانو سره صله رحم او همکاري د ټولنیز تړاو ریښې ټینګوي.

له کورنۍ او خپلوانو وروسته فردي او ټولنیزې اړیکې راځي. له دوستانو سره وفاداري او نصیحت، له ګاونډیانو سره نیکي او احترام، او له عامو خلکو سره ښه معاشرت، سلام، نرم اخلاق، رښتینې خبرې او د وعدې پوره کول د سالمې ټولنې نښې دي. قرآن کریم انسان د معروف قول، عفو او بخښنې لوري ته رابولي، ځکه دا چال چلند د زړونو د نږدې کېدو او د شخړو د کمېدو سبب کېږي.

کله چې دایره پراخېږي، انسان مدني او ټولنیز مسؤولیتونه پر غاړه اخلي. مرستې، خدمت، انفاق، زکات، ښوونه او روزنه، مشوره، اصلاح او پر نیکیو امر د ټولنیز ژوند مهم ارکان دي. هر فرد باید د ټولنې په خیر کې فعاله او مسؤلانه ونډه واخلي، نه دا چې یوازې تماشاګر پاتې شي.

د ټولنیز نظم د ټینګښت لپاره عدالت، قسط، د حقوقو رعایت، د قوانینو منل او امانتداري حیاتي ارزښت لري. تکبر، بې‌عدالتي، خیانت او ظلم ټولنیز اعتماد له منځه وړي، خو عدل او انصاف د ثبات او وحدت سبب ګرځي. همدارنګه، مشرتابه (رهبري) یو امانت دی، چې باید د اهلیت، عدالت او مکلفیت پر بنسټ وي، نه د شخصي ګټو او اړیکو له مخې.

اسلام د کمزورو قشرونو؛ لکه یتیمانو، مسکینانو، مسافرو، بندیانو او اړمنو خلکو سرپرستي د ایمان نښه ګڼي او مومن هڅوي چې له ستونزو سره سره، د نورو د هوساینې لپاره قرباني او ایثار ته تیار اوسي. د اختلاف پر مهال هم مومن د ادب، عدل او سولې لار نیسي، او حتی د شخړو په حالت کې له ظلم او تعدي ډډه کوي.

د دې ټولو اړیکو پایله دا ده چې انسان د رحمت، عدالت او خدمت محور وګرځي، ټولنه بااعتماده او متوازنه شي، او په پای کې د امت او ټول بشریت لپاره د خیر وسیله شي.

 

ب. له چاپیریال/ طبیعت او ټولنیز نظام سره اړیکه (عمران، خلافت، او د منابعو مسؤولانه کارونه)

دې اړیکې ته باید د خلافت او سرپرستۍ له زاویې وکتل شي. سره له دې چې عبادت د انسان یو مکلفیت دی، خو د دې تر څنګ هغه په ځمکه کې د الله تعالی خلیفه، او امانتدار هم دی. هغه تر خپله وسه د ټولنې او چاپېریال د نظم، ساتنې او تعادل مسؤول دی. باید خپل ژوند د حساب ورکولو، باور او مسؤلیت له احساس سره سم تنظیم کړي، او ځمکه د الله د رحم او نعمت یو امانت وبولي.

پدې برخه کې باید تمرکز د چاپېریال او طبیعت په عمران او ابادولو وي. د خلافت عملي بڼه عمران دی؛ یعنې ځمکه ابادول، ژوند ښه کول، نظامونه جوړول، او د انسان د خیر لپاره امکانات برابرول. مومن هڅه کوي تولید، زراعت، صنعت، علم او تمدن وغوړوي، او نړۍ د فساد پر ځای د اصلاح او پرمختګ پر لور بوځي، تر څو د الله د رحمت او خیر وسیله شي.

د دې دندې د ترسره کولو اساسي وسیلې د علم، مهارت او قابلیت زده کول، او عزم، تفکر او سیر دی. انسان ته توصیه شوې ده چې په ځمکه وګرځي، د آسمانونو او ځمکې په خلقت او نظم کې فکر وکړي، څېړنه وکړي، او د طبیعت رازونه وپېژني. دا ټول کاینات د الله د قدرت نښې او آیتونه دي. مومن ترې عبرت اخلي، شکر یې ادا کوي، او په کتو یې خپل ایمان پیاوړی کوي. پوهه د خلافت ځواک دی، او ناپوهي د تباهۍ سرچینه ده.

له نعمتونو استفاده باید له تعادل، حکمت او ساتنې سره مله وي. اسراف، ضایع کول او تخریب د خلافت له روحیې سره په ټکر کې دي. مومن منابع د الله د نعمت او رحمت په توګه کاروي، چاپېریال پاک ساتي، او دا امانت راتلونکو نسلونو ته سالم سپاري. دا متوازن چلند د اسلامي اخلاقو څرګندونه کوي.

تر ټولو مهمه دا چې دا ټول د یو ستر هدف لپاره په نظر کې نیسي: مومن دا دنیا د ازموینې، عبرت او احسن او صالح عمل ډګر بولي، نه دایمي استوګنځای. له نعمتونو حلاله او سالمه استفاده کوي او دا ژوند د آخرت د بریالیتوب، فلاح او نجات لپاره د تیاري زمینه ګرځوي.

په دې توګه قرآن داسې انسان روزي چې له الله سره وصل، پخپل وجدان کې ویښ، او ډ نړۍ په وړاندې مسؤول وي. دا درې‌ګونی توازن د قرآني انسان اصلي هویت جوړوي. د روژې مبارکه میاشت د دغسې ځان جوړونې یو لوی فرصت دی!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

نامتو هندي هنرمن امیتاب بچن د خپل زوی مینه او اخلاص ستایلي

تاند (دوشنبه، د کب/ حوت ۴ مه) نامتو هندي فلمي ستوري امیتاب بچن خپل زوی ابیشیک بچن د خپل ژوند په سختو شېبو کې...