تاند/ سه شنبه د وږي ـ سنبلې ۳مه/ امریکا سوریه د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو له نوملړه ایستلې ده.
دا هغه اقدام دی چې د سوریې د چارواکو په وینا، د پانګونې او له نړیوال مالي او اقتصادي نظام سره د دې هېواد د بیا یوځای کېدو پر وړاندې یو له مهمو خنډونو څخه له منځه وړي.
رویټرز راپور ورکړی چې دا پرېکړه د امریکا د کانګرس د ۴۵ ورځنۍ بیاکتنې مودې له پای ته رسېدو وروسته عملي شوې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، دغه اقدام د سوریې د حکومت، چې مشري یې احمد الشرع کوي، د مثبتو ګامونو او هغو ژمنو په غبرګون کې شوی چې غواړي له نړیوال ترهګرۍ سره له تړلو فعالیتونو څخه واټن ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې سوریه له ۱۹۷۹ کال راهیسې د امریکا د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې شامله وه.
له نوملړه د سوریې ایستل کولی شي د دې هېواد اقتصاد ته مهمه ګټه ورسوي.
اقتصاد پوهان وایي له نړیوال مالي نظام سره د اړیکو په ښه کېدو، د بهرنیو پانګونو په زیاتېدو، سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو کې سوریې ته د پراختیا زمینه برابرېدای شي او د سوریې د بیا رغونې بهیر چټکولی شي.