تاند ( پنجشنبه د کب – حوت ۷مه ) د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د تېرې یوې اوونۍ راپدېخوا په خیبر پښتونخوا کې ۱۳ پاکستاني پولیس وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.
دغه پولیس د روانې روژې په لومړۍ اوونۍ کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې په جلا جلا امنیتي پېښو کې مړه او ټپیان شوي.
د مالوماتو پر اساس د تېرې یوې اوونۍ راهیسې د خیبر پښتونخوا په کوهاټ، دیره اسماعیل خان، بنو او کرک سیمو کې امنیتي پېښې زیاتې شوې چې سختې اندېښنې راپورته کړې دي.
د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې امنیتي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې له امله یې زرګونه پوځیان وژل شوي دي.
تر دې مخکې یو شمېر نړیوالو ادارو هم خبرداری ورکړی و چې په پاکستان کې امنیتي پېښې مخ پر زیاتېدو دي او هلته ناامني په کمسارې توګه زیاته شوې ده.