پنجشنبه, فبروري 26, 2026
Home+مړه خوا بختانی| لعل‌پاچا ازمون

مړه خوا بختانی| لعل‌پاچا ازمون

پسرلي تازه کډه باروله، ګرمۍ ورو ورو خوله په نازکو صورتونو کېښوده او خپله تنده یې پرې ماتوله.

 دا  د کال ۱۳۸۷ خبره کوم، ګرمۍ وزرې غوړولې وې، پکي ته ګوزاره کېده، زموږ یوه خټینه کوټه وه، نوره نه وه خو په اوړي به یو پکی ور ته دارو و، استاد عبدالله بختانی خدمتګار، استاد شپون او استاد صمیم درېواړه مې په همدې خټینه تنګه تروشه کوټه کې اوس به بابا غوښې ډوډۍ راوړي کڼاوې کڼاوې ته کېنولي وو، استاد شپون او استاد صمیم کابل ته د تګ اراده هم کړې وه، غرمنۍ وشوه، استاد بختانی د استاد شپون مخه ښې ته بهر راووت، استاد شپون د استاد بختاني پر ولي لاس کېښود او ورته ویې ویل:

– پیرجانه! تاته مې یو کار پیدا کړی.

استاد بختاني و پوښت:

– د څه شي کار؟

–  پیرجانه! ښې ډالرې پکې دي، تا ته به درې زره ډالر درکوو، دې نصاب ته راشه!

دې وخت کې زه له ځانه سره وایم چې استاد بختانی به پر ته له هغې دغې ور ته وايي چې:

 – سمه ده، همدا اوس درغلم.

خو زما د توقع خلاف استاد بختاني خپله ږیره په کیڼ موټي کې ټینګه ونیوه د ښيي لاس له غټې پلنې ګوتې سره جوخت ګوته یې شپون صاحب ته ونیوله او ور ته یې وویل:

– شپون صاحب! ناشکري نه ده پکار، له تا هم ډېره مننه چې زه دې په یاد یم، له لورېیینې دې ډېره مننه، خدای دې اباد لره، خو …

شپون یې اوږه کېکاږله:

– نو پیرجانه! خو په کې څنګه؟

– خو داسې چې …

دې وخت کې یې پاس اسمان ته وکتل او بیا یې هماغه د ښيي لاس برسېرنه ګوته پورته کړه:

 – زه د یوه اوږده سفر لپاره تابیا نیسم، نور زما د ډالرو د ګټلو وخت نه دی، زه هغه اوږده مزله ته ځان جوړوم.

استاد شپون ښورېده او ور ته یې وویل:

– پیرجانه! که مخکې لاړې، نو یارانو باندې سلام وایه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«د ماشومانو ادبیات او د هغوی د روزنې لارې چارې» علمي- څېړنيز سیمینار

 محمد آصف احمدزی ادبي راپورتاژ ماشومان که د مشرق که د مغرب دي د ژړا او د خندا انداز یې يو دی د افغانستان د علومو اکاډمي هر...