د سیند پر غاړه ناست فقیر په اوبلنو سترګو څپانده موجونو ته کتل، همدې څپو یې شین فصلونه او کور دواړه وړي وو.
هیڅ یې له وسه نه وو پوره، بس په پټه خوله یې ویروونکو څپو ته د خپل مظلومیت کېسه کوله، همدا یې د زړه سپکولو اخري لار وه.
خدای ښه پوهیږې چې دا غرونه او سیند پخواني دي، که دا وګړي؟ خو بدبختي داده چې دوی له پېړیو د یو بل په خوا کې اوسي، خو د یو بل پر ژبه او خویونو بلد نه شول.
دا غرونه هر کال په ژمي کې له واورو ډک شي ، د اوړي په رارسېدو کنګلونه مات، له سردرو او ناوونو اوبه راووځي، ګام په ګام د اوبو شور زیات د رڼو اوبو بڼه په بله واوړي، ویروونکې شي، څپې یې طغیاني شي، راشي پر کلیو کروندو ور وخېژي، د خواربزګر د کال تمه په څو شېبو کې د خړو اوبو خوراک، شنه او یا تیار فصلونه په مخه کړي.
سیند ملامت نه دی د خپل طبعیت پیروي کوي، خپل خوی کوي، لار وهي، مخته ځي، په دې موخه نه دی راوتی چې تباهي جوړه کړي، او یا د بې وزله وګړو کورونه لاندې کړي.
سیند په شور او ځوږ لکه مست ښامار په چورلېدو روان و، د هغه غضب بېځایه نه و، قهریدلي سیند ویل، ما مهار کړئ، ما مه پریږدئ چې بیګانه مې د رڼا او صنعت وسیله وګرځوي، زه یې د قوت سرچینه شم، څپې په خپلو کې وجنګېدې، د اوبو څاڅکې د فقیر پر مخ پریوتل، د سیند له تله غږ پورته شو، وېښ شئ، زما قوت همدومره نه دی چې تاسې یې د خپلو خټینو کورونو او یا فصلونو د وړلو په مهال وینی او توبې وباسی.
زما په قوت ستاسې غلیمان ښه خبر دي، پر ما اوسپنې ویلې کوي، د جګړې، پرمختګ او هوساینې وسایل ترې ساز وي او بیا همدا قوت بیرته پر همغه خاوره، هغو سردرو او څوکو ازمايي له کوم ځایه چې زه ژوند پیلوم او سرچینه اخلم.
د سیند بله زوروره څپه داځل د فقیر تر پښو راورسیده،د هغه پر پېنه شویو پلاستیک بوټونو اوبه ور واوښتې، پښې یې راټولې کړې، خو یو دروند غږ یې زړه په لړزه کړ.
نور له دې ځایه لاړ شه، ستا پلرونو او نیکونو هم زما په څنډو کې تورې ږیرې سپېنې کړې، زه بدلیږم رابدلیږم خو ستاسې خویونه همغه پخواني دي، لاړ شه، راتلونکې نسلونه د ځان په څیر مه جوړه وه، هغوی له لاسه ونیسه، ښوونځي ته یې بوځه چې د چاپیریال او طبعیت په رازونو پوه شي، نړۍ، اقلیم، دوست او دښمن سره د ژوند تیرولو، جګړې او معاملې هنر زدکړي ، زما څپي مهار کړي، ما خپل کړي، له ما قوت واخلي او زما رڼا ته کیني.