Homeخبرونهپه هالنډ کې د پاکستان د بریدونو پر ضد مظاهره

په هالنډ کې د پاکستان د بریدونو پر ضد مظاهره

تاند – په هالنډ کې مېشتو سلګونو افغانانو د شنبې په ورځ په امستردام ښار کې لاریون وکړ او پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه او د ملکي وګړو وژل کېدل یې وغندل.

لاریون کوونکو د جرمونو له نړیوالې محکمې وغوښتل چې د پاکستان د پوځ او حکومت مشران د دغو ادعا شویو بشر ضد کړنو په تړاو محاکمې ته راکش کړي. هغوی ټینګار وکړ چې دا بریدونه ښکاره «بشري جنایت» دی.

د لاریون یوې ګډونوالې سایرې نورزۍ وویل، پاکستاني عسکرو په وار وار پر ډیورند کرښه پر ملکي وګړو بریدونه کړي او په وروستیو میاشتو کې یې د هوایي بمباریو له امله سلګونو افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. هغې زیاته کړه: «افغانان هېڅکله اجازه نه ورکوي چې زموږ د ولس وینه تویه شي، موږ نړیوالو ته پېغام ورکوو چې د دې جنایت پر وړاندې اقدام وکړي».

همداراز پلوشې همزاد په دغه لاریون کې د پاکستان بریدونه وغندل او د ملکي وګړو په نښه کول یې د نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف عمل وباله. هغې وویل: «موږ نن ځکه راټول شوي یو چې خپل غږ نړیوالو ته ورسوو، څو مداخله وکړي او جګړه پای ته ورسوي»

د لاریون یو تنظیم کوونکې اسماعیل وزیري وویل: پر ملکي خلکو بریدونه د هېڅ ډول توجیه وړ نه دي او باید عاملین یې د عدالت مخې ته ودرول شي.

د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشتو افغانانو ورته غږ پورته کړی او د پاکستان پر دغو بریدونو یې خپل سخت مخالفت څرګند کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کندهار کې د میرویس نیکه د پاڅون د ۳۲۰مې کلیزې په مناسبت علمي سیمینار جوړ شو

کندهار: د میرویس نیکه پوهنتون له لوري د «د استعمار پر وړاندې د میرویس نیکه مبارزه او د هوتکي پاڅون ۳۲۰مه کلیزه» تر سرلیک...