تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۲۳ مه) په اسلام اباد کې د امریکا او ایران خبرې په داسي حال کې بې نتیجې پای ته ورسېدې چې دواړه خواوې پر یو بل د خبرو د ناکامۍ پړه اچوي.
د اسلامآباد له روانو خبرو اترو څخه د یوې خبرې سرچینې په وینا، د اختلاف یوه مهمه برخه له دې امله وه چې ایران پر دې ټینګار درلود چې د هرمز تنګي کنټرول وساتي او د خپلو غني شویو یورانیمو له زېرمو څخه لاس وانخلي.
له بلې خوا، د ایران څو کورنیو رسنیو د دې ناستې له پای ته رسېدو وروسته اعلان وکړ چې خبرې اترې د امریکا د «غیر واقعي دریځ» او «زیاتې غوښتنو» له امله بې نتیجې شوې.
د امریکا مرستیال ولسمشر، جي ډي ونس، چې په دې خبرو کې د امریکا اصلي استازی و، له لنډې خبري غونډې وروسته سمدستي له اسلامآباده روان شو او واشنګټن ته ستون شو. یوې بلې رسنۍ راپور ورکړی چې ایران د خبرو اترو د بل پړاو لپاره کوم پلان نه لري.
د راپورونو له مخې، ایران د امریکا هغه غوښتنې رد کړې چې په هرمز تنګي، سولهییزې اتومي انرژۍ او نورو موضوعاتو پورې تړلې وې. ایراني سرچینو ویلي چې امریکايي لوري هغه څه چې په جګړه کې یې ترلاسه نه کړل، هڅه کوله د خبرو له لارې ترلاسه کړي.
همداراز ایراني سرچینې وايي چې ښايي امریکايي پلاوی په اصل کې د دې لپاره پلمه لټوله چې د خبرو مېز پرېږدي.
د معلوماتو له مخې، تر اوسه د راتلونکو خبرو لپاره نه وخت ټاکل شوی او نه ځای.
دې ایرانۍ سرچینې زیاته کړې چې ایران بېړه نه لري او تر هغې چې امریکا «معقولې هوکړې» ته غاړه کښېنږدي، د هرمز تنګي په وضعیت کې به بدلون رانه شي.
بل لور ته، جي ډي ونس خبریالانو ته وویل چې خبرې بې له کومې هوکړې پای ته ورسېدې او امریکايي پلاوی بېرته خپل هېواد ته ستنېږي. هغه زیاته کړه چې دوی خپله «وروستی او غوره وړاندیز» وړاندې کړی او اوس به معلومه شي چې ایران یې مني که نه.
هغه وویل چې بد خبر دا دی چې هوکړه ونه شوه او دا حالت ښايي د ایران لپاره تر امریکا ډېر په زیان وي. د هغه په وینا، امریکا خپلې سره کرښې روښانه کړې دي.
ونس همداراز وویل چې د اختلاف اصلي ریښه د اتومي وسلو پر موضوع راڅرخي او ایران د امریکا هغه شرطونه نه دي منلي چې له مخې یې باید اتومي وسلې جوړې نه کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم وویل چې په ځینو موضوعاتو کې دواړه لوري تفاهم ته رسېدلي، خو په دوو یا دریو مهمو برخو کې لا هم جدي اختلافات موجود وو، چې بالاخره یې د هوکړې مخه ونیوله.
هغه زیاته کړه چې دا په تېر یو کال کې د خبرواترو تر ټولو اوږد پړاو و، چې شاوخوا څلر ویشت یا پنځه ویشت ساعته یې دوام وکړ. د هغه په وینا، ځینې نوې موضوعات لکه د هرمز تنګي مسله هم په دې خبرو کې ورزیاتې شوې چې خپله ځانګړې پېچلتیا لري.
کاشکي عربي شیخان له ایران سره مل سوي وای ! دغه سیمه به له شیطاني صیهونیستي امریکایی امپریالیزما پاکه او د اسرائیلو د الله تعالی او د بشریت له دښمنانو به دغه سیمه په امن سوې وای.مګر عربي شیخان که څه هم امریکا دوی یوازي د جګړې په جریان کې پریښودل خو بیا هم دغه مرتدین د ابلیس په سحر کې لاهو دي 😔👎.