سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+فضا ته د لومړني انسان د سفر ۶۳ کاله ووتل

فضا ته د لومړني انسان د سفر ۶۳ کاله ووتل

تاند- له نن څخه 63 کاله پخوا د ۱۹۴۷ د اپریل يه ۱۲ مه کاله روسي ستورمزلی یوري ګاګارین فضا ته سفر وکړ او په دې توګه یې د لومړني انسان چې فضا ته تللی دی، ویاړ ترلاسه کړ. ده ډېر لوی خطر ته غاړه ورکړه، ښايي پخپله هم پر  نه پوهېده چې په دغه ماموریت کې یې خپل ژوند څومره ستر خطر ته ورکړی دی.

“زه دلته لرې د ځمکې د پاسه په یوه کوچنۍ کوټۍ کې ناست یم. ځمکه آبي ده، زه پکې هېڅ نه شم کولی.”

د ډېوېډ بويي د ‘سپېس اوډېټي’ دا جمله د هغو احساساتو خلاصه ده چې باید یوري ګاګرین د لومړني انسان په توګه بهرنۍ فضا ته د سفر پر مهال محسوس کړې وي.

خپله تنګه فضايي بېړۍ کې چې تر دوو مترو لږه پراخه وه، فضا ته د یوري ګاګارین تګ د یوه ستورمزلي پرتله د یوه مسافر په څېر وو .

هغه د یوه ‘پیلوټ’ په توګه د خپلې بېړۍ د کنټرول وسایل هم نه لرل.

له ځمکني کنټرول سره د اړیکې د متن له مخې، د خپلې بېړۍ له کړکۍ د بهر منظرې ګاګارین هېښ کړی و او زموږ د سیارې د ‘ښکلې هالې’ او د ځمکې پر مخ د ورېځو د سیوري د ښکلا په اړه یې تبصره کوله.

د ۱۹۶۱ کال د اپرېل په ۱۲ مه فضا ته د ګاګارین سفر د امریکا پر وړاندې سیالۍ کې د شوروي اتحاد لپاره یوه ستره بریا وه، او بېرته ځمکې ته راګرځېدل یې داسې بریالیتوب و چې سترګې پرې نشوې پټېدلی.

خو ګاګارین د تاریخ جوړولو لپاره داسې خطرناکې ننګونې ته ځان ورکړ چې خورا ډېره زړورتیا یې غوښته.

هغه په یوه داسې بېړۍ کې چې ژغورندویه کنټرول یې نه درلود، داسې یوه مرموز ځای ‘فضا’ ته وخوځېد چې هغه مهال تقریبا په بشپړ ډول ناپېژانده و.

په ورته وخت کې هغه د یوه داسې توغندي په وسیله استول کېده چې د ناکامو او بریالیو ازموینو برابره مخینه یې درلوده.

ګاګارین د قربانۍ د پسه رول ادا کاوه او ماموریت یې ځینو پوښتنو ته د ځواب موندلو لپاره طرح شوی و.

ایا انسان فضا کې ژوندۍ پاتې کېدای شي؟ ایا فضايي بېړۍ له دې سفره روغه راوتلی شي؟ او ایا فضايي بېړۍ له ځمکې سره رغنده اړیکه ساتلی شي، چې خوندي ناسته یې ډاډمنه شي؟

هغه مهال هېڅوک هم د توغندیو، فضايي بېړیو، د اړیکو په کنټرول او سیستم – او پر دې ټولو سربېره ان پر دې باورمن نه وو چې انسان دې فضا کې ژوندی پاتې شي.

ګاګارین د افغانستان له وروستني پاچا اعلحضرت ظاهر شاه سره، کابل ۱۳۴۶ لمریزکال

فضايي انجنیر بورېس چېرتوک تر دغه ماموریت نږدې نیمه پېړۍ وروسته په خپل کتاب ‘توغندي او خلک’ کې لیکلي: ” که وسټوک فضايي بېړۍ د نن ورځۍ ساینسپوهانو مخ ته کېښودل شي، نو یو تن به هم فضا ته د هغې د استولو رایه ور نه کړي.”

هغه زیاتوي: ” [هغه مهال] ما د تایید دا پاڼې لاسلیک کړې چې هر څه راته سم ښکاره شوي او د دغه ماموریت خوندیتوب مې تضمین کړ. اوس به مې دا لاسلیک په هېڅ صورت نه وای کړی. ډېره تجربه مې ترلاسه کړې او پر دې پوه شوی یم چې څومره خطر ته ورغاړېوتي یو.”

د واسټوک توغوونکی چې په همدې نوم فضايي بېړۍ پکې لګول شوې وه، د ار-۷ توغندي په وسیله توغول کېده. ار-۷ د لویو وچو ترمنځ مزل وهونکی دوه پړاویزه توغندی و چې لومړی ځل د ۱۹۵۷ کال اګست کې وتوغول شو.

په همدغه کال د ځمکې لومړنۍ مصنوعي سپوږمکۍ، سپوټنیک۱ له ار-۷ توغندي واخیستل شوه. د ار-۷ طرحه خورا بریالۍ وخته او اوس هم روسیه د انساني فضايي الوتنو لپاره د همدې کورنۍ توغندي کاروي.

په ۱۹۶۱ کال هر څه ډېر بدل شوي وو.

ښاغلی چېرتوک په خپل کتاب کې لیکي: ” که د توغندیو د خوندیتوب د معاصرو معیارونو له اړخه مخ ته ولاړ شو، له ۱۹۶۱ کال وړاندې د خوشبینۍ او هیلمنتیا لپاره هېڅ دلیل نه شته. خو دغه کال مو لږترلږه اته پرله پسې بریالۍ توغونې درلودې.”

“[خو] په ۱۹۶۰ کال له پنځو سپوږمکیو څلور له ځمکې ووتې. له هغوی یوازې درې د ځمکې مدار ته ورسېدې، او یوازې دوه بېرته ځمکې ته راوګرځېدې. ځمکې ته له دغو دوو بېرته راګرځېدلو بېړیو څخه هم یوازې یوه په نورمال ډول کیناسته.”

د واسټوک پروګرام لومړنۍ توغونه د ګاګارین تر ماموریت له یو کال کمه موده مخکې د ۱۹۶۰ کال د می په ۱۵مه ترسره شوې وه. د سپوږمکۍ په دې بېړۍ کې د انسان یو ګوډاګی هم و چې د ایوان ایوانویچ نوم ورکړ شوی و.

دا بېړۍ د ځمکې مدار ته ورسېده، خو بېرته راونه ګرځېده. د لوري موندونکي سیستمونه یې له کاره ولوېدل.

د اګست په ۱۹مه د بېلکا او سټرېلکا په نوم سپي فضا ته واستول شول او بېرته راوګرځېدل، چې دا د ټول ۱۹۶۰ کال یوازنی بریالی ماموریت شو.

په دې پسې نورې هڅې بیا دومره بریالۍ نه وې.

د ډسمبر په لومړۍ نېټه یوه بل ماموریت چې په هغه کې هم د موشکا او پچېلکا په نومونو سپي لېږدول کېدل، له خپل محاسبه شوي لوري راونشو ګرځیدلی، او د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهورتیونو له پولو بهر یې په راکېوتلو پیل وکړ.

د دې لپاره چې د شوروي ټکنالوجي د نورو هېوادونو لاس ته ورنشي، دغه بېړۍ د عملې له سپیو سره یو ځای په بشپړ ډول له منځه یوړل شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب