Home+د احمدشاه بابا او کوه نور الماس راز | یما عالمي

د احمدشاه بابا او کوه نور الماس راز | یما عالمي

د کوه نور‌ الماس زرګونه کاله وړاندې په هند کې موندل شوی چې بیلابیلو هندي شاهانو ته د واک واګي په لیږد سره انتقال شوی و.

دغه الماس د هند د مغلي پاچاهانو په لړ کې تر محمدشاه ګورګاني پورې ورسید.

د کوه نور الماس اوسنی وزن شاوخوا ۲۱ ګرامه، خو ارزښت یې یوازې په ګرامو نه، بلکې د وینو، تاجونو او امپراتوریو په تاریخ کې تلپاتې شوی.

د هندي شاهانو زوال او د کوه نور الماس برخلیک:

کله چې نادر افشار د هند پر پاچاه محمد شاه ګورکاني برید وکړ او ډهلي ته نږدې شو ګورګاني د تسلیمیدو پیغام وړاندې کړ له دې سره نادر افشار په سولیز ډول ډهلي ته او دشاه قصر ته ورسید.

نادر افشار د محمد شاه ګرګاني په تاج کې یې د کوه نور الماس ولید. نادر افشار په رسمي غونډه کې خپل تاج له سره لرې کړ، د محمد شاه پر سر یې کښېښود، او د مغولي تاج یې پر خپل سر کیښود.

ورته یې وویل:

کله چې سوله وشي، زموږ دود دی چې تاجونه سره بدلوو .

خو دا یوه هوښیاره دوکه وه، یوه شاهانه (کلاه‌برداري) دا الماس، له جګړې پرته، د ذهن په تله کې واخیستل شو.

ایران کې دوکه ورکوونکي ته د (کلاه بردار) اصطلاح، د همدې تاریخي پیښې څخه اخیستل شوی چې اوس هم رایج ده.

کله چې نادر افشار د د باریانو له لاسه ووژل شو، احمد شاه ابدالي، د ده وتلی پوځي و، سمدستي د حالاتو واګې واخیستې.

احمد شاه د نادر افشار کورنۍ له دښمنانو وژغورله او د هغوی په خوښه‌یې بخارا ته انتقال کړه.

دا افسانه له نسلونو راهیسې د دې الماس په اړه تکرارېږي:

د کوه نور الماس که نارینه و سره وي د بدبختي او که ښځینه و سره وي د برکت عامل ګرځي.

د نادر افشار کونډې ملکې، چې د احمد شاه صداقت، مېړانه او وفاداري یې له نږدې لیدلې وه، د قدردانۍ په پار د کوه نور الماس د یو سپېڅلي ډالۍ په بڼه احمد شاه بابا ته وسپاره.

وروسته، د کوه نور الماس د شاه شجاع لاس ته ورسېد،کله چې انګریزانو پنجاب ونیوه، او فراري شاشجاع ته یې پناه ورکړه، دا الماس یې له هغه واخیست او د بریتانیې ملکه ویکتوریا ته انتقال شو.

له هغه وخته، دا الماس د برتانوي سلطنت د تاج برخه ګرځېدلې ده، او اوس هم په لندن کې د سلطنتي خزانو سره ساتل کېږي.

ددې الماس پر سر دعوا لا پای ته نه ده رسېدلې. هند، پاکستان، افغانستان او ایران هر یو داغه قیمتي الماس د خپل تاریخ یوه برخه ګڼي، او د بېرته راګرځولو غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...