تاند (شنبه، د وري/ حمل ۲۲ مه) د امریکا په سنا جرګه کې د افغانستان د جګړې د څېړنې کمېسیون دوهمه علنۍ ناسته د جمعې په ورځ جوړه شوه. په دې ناسته کې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۸ پورې په افغانستان کې د امریکا جګړه او د هغې د ناکامۍ عوامل وڅېړل شول.
د امریکا د جګړې د څېړنې کمېسیون لومړۍ علنۍ ناسته د ۱۴۰۳ کال د سرطان په ۲۹مه نېټه د امریکا د پخوانیو سرتېرو په دفتر کې ترسره شوې وه.
په پاکستان کې د امریکا پخوانۍ سفیرې، نانسي پاول، وویل چې د سنا د پوځي کمېټې ځینو غړو، چې پکې د مرحوم سناتور جان مککین نوم هم اخیستل شوی، د پاکستان د رول په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه چې څنګه یې د ترهګرۍ د پراخېدو ملاتړ کاوه. هغې زیاته کړه، د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر پرویز مشرف به په خپلو لیدنو کې تل د امریکا له چارواکو غوښتنه کوله چې اسلاماباد ته دې مالي مرسته زیاته کړي.
په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر رایان کراکر، چې د غونډې له مهمو ویناوالو څخه و، ټینګار وکړ چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو قربانۍ باید جدي وبلل شي. ده وویل، افغان سرتېرو مېړانه وکړه او قربانۍ یې ورکړې، خو د دوی هڅو ته لازم درناوی ونه شو.
دا ناسته له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۸ پورې د امریکا د پوځي ستراتیژۍ او سیاستونو ارزونې ته ځانګړې شوې ده.
د امریکا د پخوانیو چارواکو ترڅنګ، د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر مشرانو هم غونډې ته خبرې وکړې؛ لکه د پخواني ولسمشر مرستیال یونس قانوني، او د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیرعمر داوودزي.
د امریکا د کانګرس له خوا دا کمیسیون د ۲۰۲۱ کال د دسمبر په میاشت کې جوړ شو، څو د ۲۰۰۱ کال له جون څخه د ۲۰۲۱ کال تر اګست پورې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د امریکا مهم تصمیمونه، لکه نظامي، استخباراتي، بهرنۍ مرستې او دیپلوماتیکه مداخله وڅېړي.
دا کمېسیون ۱۶ غړي لري، چې د افغانستان د جګړې اړوند د مختلفو اشخاصو نظریات راټولوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر عمرداوودزي په دې ناسته کې وویل چې د افغانستان لپاره د ریاستي نظام ټاکل یوه تېروتنه وه، او که چېرته اساسي قانون شاهي یا پارلماني نظام غوره کړی وای، دا به د هېواد لپاره غوره انتخابونه وای. محمد عمر داوودزي زیاته کړه چې د ولسمشرۍ نظام پر افغانانو تحمیل شوی و. ده په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د طالبانو د سولې هڅې هم له پامه غورځول شوې وې.
داوودزي وویل، طالبانو په هغه وخت کې د سولې وړاندیز کړی و، خو پخواني حکومت دا وړاندیز رد کړی و.
محمد عمر داوودزي وویل: «د ۲۰۰۴ کال په منځ کې د طالبانو یوې ډلې په پټه له ما سره اړیکه ونیوله، او د ۳۰ طالب مشرانو لست یې راکړ، چې ۱۲ یې پخواني وزیران او ۱۱ یې پخواني والیان وو، چې پکې مهم شخصیتونه لکه حقاني او عبدالکبیر هم شامل وو. هغوی د پخلاینې لپاره چمتووالی ښودلی و، په دې شرط چې د خپلو تېرو کړنو لپاره معافي ترلاسه کړي.»