جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد فرانس پریس تحقیقي راپور: هغه ادعاوې رد شوې چې ګنې امریکايي...

د فرانس پریس تحقیقي راپور: هغه ادعاوې رد شوې چې ګنې امریکايي پوځیان بګرام ته راغلي

تاند (شنبه، د وري/ حمل ۲۲ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځلې هیله څرګنده کړې چې هغه غواړي په افغانستان کې هغه پوځي اډه بېرته ترلاسه کړي، چې کله طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ترلاسه کړ، نو امریکا پرېښې وه. خو دا راپورونه چې ګواکې بګرام هوايي اډه په ۲۰۲۵ کال کې بېرته امریکايي ځواکونو ته سپارل شوې، تأیید شوي نه دي.

په دې اړه د ادعاوو له خپرېدو وروسته فرانس پریس خبري اژانس په یوه تفصیلي راپور کې ویلي چې د امریکا او طالبانو چارواکو دا ادعاوې رد کړې دي، او داسې کوم شواهد نه شته چې امریکايي ځواکونه دې په بګرام کې موجود وي.

د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۸مه، د ایکس (پخوانی ټویټر) په یوه سرلیک کې لیکل شوي وو: «طالبانو بګرام هوايي اډه امریکا ته وسپارله.»

یادې ادعاوې نه یوازې په ایکسپاڼه، بلکې فیسبوک، انسټاګرام، تریډز، ټیک‌ټاک، او یوټیوب کې هم خپرې شوې. بګرام هوايي اډه چې په افغانستان کې تر ټولو ستره پوځي اډه ګڼل کېږي، د امریکا او ناټو د پوځي عملیاتو لپاره ستراتېژیک مرکز و، تر هغه چې دوی د ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشت کې له دې ځایه ووتل.

دا اډه له تېرو څه باندې درې کلونو راهیسې د طالبانو تر ولکې لاندې ده، او طالبانو د امریکا د وتلو پر مهال پاتې تجهیزات هم ونیول.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د کابینې په یوه غونډه کې خبریالانو ته ویلي و: «موږ غوښتل بګرام هوايي اډه ولرو، چې دا د نړۍ له سترو هوايي اډو څخه یوه ده.» هغه څرګنده کړې وه چې غواړي په بګرام کې د امریکايي سرتېرو یوه کوچنۍ ډله ځای پر ځای کړي، څو د سیمې د چینایي نفوذ مخه ونیسي.

خو له دې سره سره، دا ادعاوې چې امریکايي ځواکونه ګواکې د ۲۰۲۵ په اپریل کې بګرام ته بېرته ورغلي، بې بنسټه دي.

د فرانسې خبري اژانس (AFP) ته د امریکا دفاع وزارت یوه چارواکي د اپرېل په ۹مه په ایمېل کې ویلي: «دا راپورونه چې امریکا بګرام اډه بېرته نیولې او هلته یې ترانسپورتي الوتکه کښینولې، ناسم دي. په بګرام کې د امریکا هېڅ پوځي حضور نشته.»

د افغانستان خامه پرېس رسنۍ له هغو لومړنیو رسنیو څخه وه چې راپور یې ورکړی و، وروسته له هغه چې د امریکا د مرکزي استخباراتو (CIA) مرستیال مشر مایکل الیس، ګواکې په یوه C-17 پوځي الوتکه کې هلته سفر وکړ، طالبانو د اپرېل په ۷مه نېټه هوډ کړی چې بګرام اډه امریکا ته وسپاري.

خامه پرېس د میډیوم وېب‌پاڼې یو راپور نقل کړی و چې زرق شباب (شخص) لیکلی و. په دې راپور کې ادعا شوې وه چې طالبان او امریکا هڅه کوي د سیمې لپاره د استخباراتي همکاریو خبرې اترې وکړي، چې پیل یې له بګرام اډې څخه کېږي.

وروسته مېډیوم دا راپور او د لیکوال پاڼه لرې کړې، او ویلي یې دي چې دا حساب تر څېړنې لاندې دی.

د یادونې وړ ده چې امریکا د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني. په فبرورۍ میاشت کې طالبانو له امریکا سره د سولې هغه تړون هم لغوه کړ چې د امریکايي ځواکونو د وتلو زمینه یې برابره کړې وه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اپرېل په ۶مه په یوه بیان کې ویلي: «دا راپورونه چې ګواکې امریکا بګرام ته بېرته راغلې، یوازې تبلیغات دي. افغان ولس پوهېږي چې دا هېڅ امکان نه لري.»

هغه د افغانستان دولتي راډیو ټلوېزیون ته ویلي: «افغانستان یو خپلواک هېواد دی، خپل خپلواک ځواکونه لري. هېڅ بهرني پوځي حضور ته اړتیا نشته، او نه به ورته اجازه ورکړل شي. افغانستان یو امن هېواد دی، او موږ دې ډول اقدام ته اړتیا نه لرو.»

د CIA د عامه اړیکو مشرې، لیز لیونز هم دا ادعاوې رد کړې چې ګواکې الیس بګرام ته سفر کړی دی.

هغې د اپرېل په ۱۱مه په یوه بیان کې ویلي: «دا راپورونه چې د CIA مرستیال مایکل الیس بګرام ته تللی، ناسم دي.»

د فرانسې خبري اژانس (AFP) نورې دا ډول ادعاوې هم رد کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب