جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپه بریتانیا کې ۴ هندیان په دې تور نیول شوي چې ځانونه...

په بریتانیا کې ۴ هندیان په دې تور نیول شوي چې ځانونه یې افغانان معرفي کړي وو

تاند (جمعه، د وري/ حمل ۲۱ مه) په داسي حال کې چې هند په خپله خاوره کې یو افغان په دې خاطر چې د وېزې موده یې پوره شوې وه، نیولی، بریتانیا څلور هندیان، چې غوښتل یې د افغانانو په نوم بریتانیا ته لاړ شي، نیولي دي.

څلور هندي اتباع، په دې تورن دي چې د افغانانو په توګه یې په برېتانیا کې د پناه غوښتنې هڅه کړې ده.

د ټیلیګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، ګربخش سینګ (۷۲ کلن)، د هغه مېرمن اردت کور (۶۸ کلنه)، زوی یې ګلجیت سینګ (۴۴ کلن) او د هغه مېرمن کوالجیت کور (۳۷ کلنه) تورن دي چې بریتانیا ته له پاسپورټ، وېزې یا نورو قانوني اسنادو پرته ننوتي.

دوی تر دې مخکې د هندي اتباعو په توګه د ویزې اخیستو لپاره دوه ځله ناکامې هڅې کړې وې، او بالاخره د ۲۰۲۳ کال د دسمبر په ۲۳مه لندن ته راورسېدل.

هغوی د هیترو په هوايي ډګر کې ونیول شول، او تور پرې ولګېد چې هڅه یې کړې ځانونه افغانان معرفي کړي او په چل بریتانیا ته ننوځي.

تر دې وړاندې، په محکمه کې کوالجیت کور دا تور رد کړ چې ګنې هغه پرته له پاسپورټ او قانوني اسنادو بریتانیا ته ننوتی دی. د کورنۍ پاتې درې غړو هم د پنجشنبې په ورځ د کرویډن په لوړه محکمه کې، د ژباړونکي په مرسته، دا تورونه رد کړل.

له بلې خوا هندي رسنیو نن راپور ورکړ چې هندي پولیسو یو افغان په دې ادعا نیولی چې د وېزې وخت یې پوره شوی او په هند کې په غیرقانوني ډول اوسیده.

د نیول شوي افغان نوم فیصل صالح ښودل شوی دی او ویل شوي چې نوموړی د پنجشنبې په ورځ ونیول شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب