تاند (جمعه، د وري/ حمل ۲۱ مه) د نړیوال خوراکي پروګرام یوه چارواکي انډیپینډنټ ته ویلي، چې افغانستان ته د خوراکي مرستو د بندولو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پریکړه به د دې هېواد میلیونونه بېوزلي خلک په سږني دوبي کې د کاختۍ (قحطۍ) له ګواښ سره مخامخ کړي.
د روانې اوونۍ په اوږدو کې، د ټرمپ ادارې په غلي ډول خپله پخوانۍ پرېکړه بېرته واخیسته چې د ملګرو ملتونو د نړیوال خوراکي پروګرام له لارې ۱۲ هېوادونو ته حیاتي خوراکي مرستې بندې کړي، خو افغانستان او یمن له دې استثنا څخه پاتې شول.
دا په افغانستان کې د مرستو لپاره سخت ګوزار دی، ځکه چې دا هېواد د دوو لسیزو جګړو ځپلی او د طالبانو تر واک لاندې اقتصاد یې نړېدلی، او په پراخه توګه په بهرنۍ بشري مرستو تکیه لري. په ۲۰۲۴ کال کې، امریکا افغانستان ته د ټولو نړیوالو بشري مرستو ۴۳ سلنه ورکړې وه. د خوړو د نړیوال پروګرام WFP د افغانستان مرستیالې موتینتا چیموکا، په یوه مرکه کې ویلي چې د تیرې اوونۍ په پای کې دوی خبر شول چې امریکا به افغانستان ته خپلې مرستې بېرته پیل نه کړي. هغې وویل، دا پرېکړه به په دوبي کې د قحطۍ د مخنیوي پروګرامونه، د ژمي د یخ موسم لپاره چمتووالی، او همداراز هغو افغانانو ته د خوراکي بستو ورکول، چې له پاکستان او ایران څخه تازه شړل شوي، سخت اغېزمن کړي.
هغې زیاته کړه: «دا کموالی معنا لري چې میندې به وږې کېږي، ماشومان به بې درملنې پاتې شي، او هغه میلیونه افغانان چې بېرته خپل هېواد ته راګرځي، چې دوی یې ښه نه پېژني، تش لاسه پاتې کېږي. موږ دې ته اړ یو چې هغه خلک یوازې پرېږدو چې زموږ مرستو ته تر ټولو زیاته اړتیا لري.»
د WFP چارواکي وویل، افغان مېرمنې او ماشومان — چې له مخکې څخه د لوږې له کړکېچ څخه تر ټولو زیات ځپل شوي دي — اوس د خوارځواکۍ، ناروغیو او مړینې له خورا جدي ګواښ سره مخامخ دي.
هغې زیاته کړه: “«د [پروګرامونو د کموالي] له امله، له ۴۰۰ زرو زیات خوارځواکي ماشومان او میندې به له درملنې بې برخې شي، په داسې حال کې چې افغانستان د ماشومانو د خوارځواکۍ تر ټولو خطرناک حالت تجربه کوي چې تر دې مخکې کله هم دومره خوارځواکي نه وه ثبت شوې. د ښځینه سرپرستو کورنیو لپاره، چې لا له وړاندې تر ټولو زیاتو خطرونو سره مخامخ دي، وضعیت لا پسې خراب شوی، ځکه چې دوه پر درېیمه برخه یې د سالمو او مغذي خوړو د پېرلو وس نه لري.
معاد او حساب او کتاب حق دی. د قیامت په لویه ورځ به ( خصوصاً د ۲۰ او ۲۱ می پیړی ) له انسان څخه د هغه د دین او مذهب او قومیت او هیواد او…… د څرنګوالی په هکله پوښتنتو ته میلون میلون کلونه وروسته نوبت ورسیږی بلکه اصلی پوښتنه به د ” انسانیت ” مقام او شأن ته د احترام د کچی په هکله وی.
دا به یو ظالم او بی پروا او استعمارګر غربی او خلیجی انسان ته سخته وی چی دې پوښتنی ته جواب ووائی چی مثلاً ولی او څنګه ئی د کورنی سپی او پیشو او تنباکو او شرابو او کوکاکولا او غوښو او خوږو او غوړو خوړو او ….. سره افراطی مینه درلوده خو خپل همنوع ئی له لوږی او قحطی څخه کړاوونه ګالل.
په هره توګه، زموږ غوندی هیوادونو په لیری کلیوالی سیمو کی به د سیمی او کلی خان او ارباب او فئوډال د خپل زور او طاقت ( وسله والو بدماشانو او مادی پانګی ) پواسطه د کلی بیواکه او کمزوری اوسیدونکی بیرولی او د ځان تابع کړی وه او هیڅ اوسیدونکی د هیڅ ډول غبرګون د ښودلو توان نه درلود.
نن سبا د نړی په سطحه همهغه د ځان او ارباب فرهنګ او سیوری حاکم دی ( استعمارګر او توطئه ګر او جابر او زورګوی او مغرور او خبیث امریکائی خپل زور او طاقت پر کمزورو او خوارو پرګنو ازمائی ).
نن سبا په نړی کی تکه توره بی عدالتی حاکمه ده. زموږ د خلګو د نننی کړیدونکی او ځوروونکی وضعیت اصلی مسئولین او مقصرین هم همدا امریکائیان دی چی له یوی خوا ئی د عُمَری د خیالی او کاذب عدالت مدعیان پر مسلط کړی دی او له بلی خوا ئی نور وژونکی بندیزونه پر لګولی دی.