Homeخبرونهپه اسلام اباد کې د درې اړخیزو خبرو تازه پړاو

په اسلام اباد کې د درې اړخیزو خبرو تازه پړاو

تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۲۳ مه) د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا وایي: «سره له دې چې له امریکا سره په مذاکراتو کې جدي اختلافونه شته، خبرې د متنونو د تبادلې له لارې روانې دي».

له دې وړاندې، د تهران پر وختشاوخوا  لسو بجې، تسنیم او فارس خبري آژانسونو چې سپاه پاسداران ته نژدې بلل کېږي، راپور ورکړی و چې د هرمز تنګي موضوع «د اختلاف له مهمو محورونو څخه ده» او د متنونو د تبادلې په پړاو کې یې د مذاکراتو پرمختګ ټکنی کړی دی.

د تسنیم د راپور له مخې، د رسمي مذاکراتو له پیل وروسته د تهران پر وخت شاوخوا شپږ نیمې بجې، د دواړو لورو اصلي غړو «له یو ساعت څخه ډېر» مستقیمې خبرې وکړې، وروسته تخنیکي ډلې د بحث لپاره داخلې شوې چې «له دوو تر درېیو ساعتونو» پورې یې دوام وکړ. بیا د متنونو د تبادلې پړاو پیل شو څو د مذاکراتو لپاره یو ګډ چوکاټ جوړ شي، خو «د هرمز تنګي پر سر اختلاف» د پرمختګ خنډ ګرځېدلی دی.

وروسته له دې راپورونو، دولتي خبري آژانس ایرانا وویل چې «سره له جدي اختلافونو، خبرې په جدي ډول او د متنونو د تبادلې له لارې دوام لري».

د ایران رسنیو دا هم راپور ورکړی چې ښايي دا مذاکرات د یکشنبې ورځې ته هم وغځول شي. دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې تر اوسه د مذاکراتو له لورو یا د اسلام‌آباد له خوا، چې د منځګړي رول لري، کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره شوې او د راپورونو جزییات هم په رسمي ډول نه دي تایید شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له قاضي امین وقاد سره کتنه| لعل پاچا ازمون

دا زما د ژوند کیسه ده، څلورم ټوک ناچاپ/ د ټاکنو له برخې څخه پر ملګری جنرال عاشق الله غریب چې په شپېتمو کالونو کې...