تاند – د کولمو سرطان تر ډېره وخته داسې ناروغي بلل کېده چې یوازې د زاړه عمر خاوندان پرې اخته کېږي، خو په وروستیو کلونو کې دا انګېرنه له دې امله بدله شوې ده چې دا ډول سرطان په ځوانانو کې په چټکۍ سره زیاتېږي.
دغه بدلون د نړۍ د روغتیايي کارپوهانو اندېښنې راپارولي دي، ځکه چې له ۵۰ کلونو څخه په کشرو کسانو کې د دې سرطان پېښې په زیاتېدو دي.
اوس په The Lancet Oncology علمي ژورنال کې یوه نوې څېړنه خپره شوې چې په ځوانانو کې د کولمو د سرطان د زیاتېدو لاملونه یې څېړلي دي.
د دې څېړنې له مخې، د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ، په ۵۰ هېوادونو کې د ۲۷ هېوادونو د کم عمره (تر ۵۰ کلونو کمو) کسانو په منځ کې د دې سرطان پېښې زیاتې شوې دي.
تر ټولو ډېرې پېښې په شمالي امریکا او اروپا کې ثبت شوې دي، خو په ختیځه اروپا، جنوبي، مرکزي او جنوب ختیځه اسیا او همدارنګه جنوبي امریکا کې هم د پام وړ زیاتوالی لیدل شوی دی.
څېړونکي باور لري چې د دې ستونزې تر شا د نړۍ په کچه د ورځني ژوند بدلونونه مهم رول لري. د بېلګې په توګه، د خوړو ډولونه بدل شوي، فزیکي فعالیتونه کم شوي، ښاري ژوند پراخ شوی او چاپېریالي ستونزې هم زیاتې شوې دي.
په څېړنه کې ناسم او غیرمتوازن خواړه د کولمو د سرطان د خطر تر ټولو لوی لامل بلل شوی دی. ډېر پروسس شوي خواړه، سور او پروسس شوی غوښه، او خواږه مشروبات د بدن دننه التهابي حالت زیاتوي او د سرطان خطر لوړوي.
په همدې تړاو، په قزاقستان کې یوې څېړنې موندلې چې د غوښې استعمال نژدې دوه چنده شوی او دا غذایي بېتوازني د سرطان خطر زیاتوي.
په څېړنه کې چاغوالی هم د کولمو د سرطان یو بل مهم خطرناک عامل بلل شوی دی. د بدن اضافي غوړ اوږدمهاله التهاب رامنځته کوي او د بدن میتابولیک فعالیتونه ګډوډوي.
خو څېړونکي وایي چې د چاغوالي رول ښايي تر دې هم پېچلی وي، ځکه یوې بلې څېړنې ښودلې چې د کولمو د سرطان ډېری ناروغان تر تشخیص مخکې د بدن وزن له لاسه ورکوي.
څېړونکو همدا ډول ټینګار کړی چې جنیټیک (وراثتي) عوامل هم مهم رول لري.
دوی زیاته کړې چې د وختي تشخیص له اهمیت سره سره، د دې سرطان نښې ډېر وخت له پامه غورځول کېږي. د کولمو د عادتونو بدلون، په فضله موادو کې وینه، بېدلیله د وزن کمېدل او د نس درد یا ناارامي د دې ناروغۍ عامې نښې دي.