Homeخبرونهتسنیم: په اسلام‌اباد کې د درې اړخیزو مذاکراتو نوی پړاو پیل شو

تسنیم: په اسلام‌اباد کې د درې اړخیزو مذاکراتو نوی پړاو پیل شو

تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۲۳ مه) راپورونه ښيي چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې په اسلام‌اباد کې د یکشنبې تر سهاره پورې دوام لري؛ هغه خبرې چې د پاکستان په منځګړتوب او د جدي اختلافونو په فضا کې روانې دي.

تسنیم خبري آژانس تېره شپه ناوخته راپور ورکړ، د ایران او امریکا د مذاکراتو پلاوو له څو ساعتونو راهیسې د پاکستاني چارواکو په حضور کې د پاکستان په پلازمېنه کې د درې اړخیزو خبرو نوی پړاو پیل کړی دی.

د راپور پر بنسټ، که څه هم لومړنۍ ناسته ترسره شوې، خو وروسته خبرې په غیرمستقیم ډول او د دواړو لورو ترمنځ د پیغامونو د تبادلې له لارې، د پاکستاني منځګړو په وسیله تعقیب شوې دي.

راپورونه وايي، دا مذاکرات چې تر ناوخته دوام یې کړی، په داسې حال کې روان دي چې اختلافات—په ځانګړي ډول د هرمز تنګي پر سر—لا هم د ګډ چوکاټ د رامنځته کېدو مخه نیسي.

تسنیم خبري آژانس د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې د امریکا لوري «تر اندازې زیاتې غوښتنې» د خبرو د پرمختګ یو مهم خنډ دی، او زیاتوي چې دا پړاو ښايي د لومړني توافق د ترلاسه کولو وروستی فرصت وي.

په همدې حال کې، د دې آژانس په وینا، لا هم روښانه نه ده چې خبرې به بلې ورځې ته (دوشنبې) وغځول شي او که پلاوي به د سلا مشورو لپاره خپلو پلازمېنو ته ستانه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...