تاند (شنبه، د وري/ حمل ۲۲ مه) ايراني رسنيو د شنبې د ورځې (۲۲ حمل) له غرمې وروسته راپور ورکړ چې د پاکستان په منځګړتوب د ايران او امريکا ترمنځ رسمي خبرې په اسلامآباد کې پيل شوې دي.
د خبرو د پيل اعلان په داسې حال کې شوی چې ايران تر دې وړاندې په لبنان کې د اوربند ټينګېدل او د کنګل شويو شتمنيو خوشې کېدل د مذاکراتو لپاره د شرطونو په توګه ياد کړي وو.
د اسلامي شورا د رئيس محمدباقر قالیباف، چې د ايراني مذاکراتي پلاوي مشري کوي، دغه دواړه شرطونه د دواړو خواوو ترمنځ د موافقې شوې مسئلې په توګه ياد کړي وو او ټينګار يې کړی و چې تر څو دا غوښتنې پوره نه شي، خبرې به پيل نه شي.
په همدې تړاو، د تسنيم خبري اژانس چې سپاه پاسداران ته نږدې بلل کېږي، د مذاکراتو د پيل په اړه ويلي چې تر دې وړاندې “سختې سلا مشورې” او په خبرو کې پرمختګ شوی و. دې رسنۍ زياته کړې چې په دغو سلا مشورو کې پرېکړه شوې چې د اسرائيلو بريدونه پر بيروت ودرول شي او يوازې د لبنان جنوبي سيمو ته محدود پاتې شي.
دې حکومتي رسنۍ دا هم ويلي چې امريکايي لوري د کنګل شويو شتمنيو د خوشې کولو غوښتنه منلې، خو ټينګار يې کړی چې دا موضوع لا هم تخنيکي او مسلکي بحثونو ته اړتيا لري.
د رسمي خبرو له پيل څخه څو ساعته وړاندې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند هم ويلي وو چې له پاکستاني چارواکو سره خبرې اسلامآباد ته د ايراني پلاوي له رسېدو سره سم پيل شوې وې.
اسماعيل بقايي تاييد کړه چې محمدباقر قالیباف او عباس عراقچي له شاوخوا دوه تر دوه نيمو ساعتونو پورې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي. هغه د دغو چارواکو نومونه وانه خيستل، خو مخکې په ځينو راپورونو کې ويل شوي وو چې دا خبرې د پاکستان د دفاع له وزير سره شوې دي، چې د هوايي ډګر پر مهال يې د ايراني پلاوي هرکلی هم کړی و.