Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمسوولان:ننګرهار کې سږ د ځمکنیو توتانو حاصل ۶۷۰ مټريک ټنه اټکل شوی

مسوولان:ننګرهار کې سږ د ځمکنیو توتانو حاصل ۶۷۰ مټريک ټنه اټکل شوی

تاند (شنبه د وري – حمل ۲۲مه) ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس مولوي عبدالستار محمد وايي، سږ کال د ننګرهار په ۴ ولسواليو کې پر ۴۰۶ جریبه ځمکه ځمکني توتان کرل شوي دي.

محمد وایي چې، د اټکل له مخې به سږکال ۶۷۰ مټريک ټنه حاصل ورکړي.

نوموړی وايي، دغه کرنه په سره رود، خوګیاڼو، کوټ او دره نور ولسواليو کې شوې او د تېر کال په پرتله د کرکچه او حاصل زيات شوی دی.

د طالبانو دکرنې رئيس ځمکني توتان د کوکنارو مناسب بديل بولي او زياتوي چې بزګرانو ته د کرنې اوبولګولو او ناروغيو کنټرول په برخو کې روزنې ورکړل شوي دي.

ننګرهار کې بزګران هم د ځمکني توتانو له حاصل او عايد څخه خوښ دي او د کوکنارو ښه بديل يې بولي.

دوی وایي، سږکال یې بازار هم ځکه ښه دی چې، له پاکستان سره لارې تړلي او پاکستاني توتان بازار ته نه راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال او ژورنالیست طالب منګل په ترافیکي پېښه کې په حق ورسېد

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۷ مه) لیکوال، ژورنالېست او په تېر جمهوري نظام کې د خوست د والي ویاند، طالب منګل په یوه...