Homeخبرونهسي‌این‌این وايي، چین ایران ته د هوايي دفاع کوچني سیستمونه لېږي

سي‌این‌این وايي، چین ایران ته د هوايي دفاع کوچني سیستمونه لېږي

تاند (شنبه، د وري/ حمل ۲۲ مه) سي‌این‌این تلویزیوني چاینل په يو ځانګړي راپور کې د امريکا د استخباراتي سرچينو په قول ويلي چې چين دې ته چمتووالی نيسي چې په راتلونکو اوونيو کې ايران ته د هوايي دفاع د کوچنیو سیستمونو په شمول د وسلو لېږد پيل کړي.

د راپور له مخې، دوو استخباراتي سرچينو دا هم ويلي چې بېجينګ هڅه کوي د درېيمو هېوادونو له لارې دا وسلې ايران ته ورسوي، څو د لېږد اصلي سرچينه پټه وساتل شي.

راپور زياتوي، په هغو سيستمونو کې، چې چين غواړي ايران ته يې ولېږي، د امریکايي سټینګر په شان له اوږې توغېدونکي د هوا ضد توغندي شامل دي، چې ورته مانپډ ويل کېږي. دا ډول وسلې د ایران پر ضد د امریکا- اسراییل په څلوېښت ورځنۍ جګړې کې د ټيټې ارتفاع الوتکو لپاره جدي ګواښ بلل کېدې، او که جګړه بيا پيل شي، کېدای شي يو ځل بيا خطر جوړ کړي.

د راپور له مخې، هغه امريکايي جنګي الوتکه چې د ايران پر فضا نسکوره شوې وه، ښايي د همدې ډول هوايي دفاع سيستم په وسیله وېشتل شوې وي. ايران د جزئياتو له ورکولو پرته يوازې دومره ويلي و چې د دې الوتکې په ویشتلو کې يې «يو نوی سيستم» کارولی دی.

په همدې حال کې، په واشنګټن کې د چين د سفارت يوه وياند دا راپور رد کړی او ويلي يې دي چې چين هېڅکله د پوځي شخړو هېڅ لوري ته وسلې نه ورکوي.

له دې وړاندې هم د همدې سفارت وياند ويلي و چې د اسرائيل او امريکا له لوري د ايران پر وړاندې د جګړې له پيل راهيسې، بېجينګ هڅه کړې چې د اوربند او د شخړې د پای ته رسېدو لپاره زمينه برابره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...