Homeخبرونهد ملګرو ملتونو غوښتنه: ایران او امریکا دې «په ښه نیت» د...

د ملګرو ملتونو غوښتنه: ایران او امریکا دې «په ښه نیت» د سولې خبرې پیل کړي

تاند (شنبه د وري – حمل ۲۲مه) د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتېرش د امریکا او ایران ترمنځ د سولې د خبرو هرکلی کړی.

ګوتېرش پر دواړو خواوو غږ کړی چې دا خبرې په “ښه نیت”  پیل کړي.

د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو په رسنیزه غونډه کې ګوتېرش پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې له دې دیپلوماتیک فرصته ګټه واخلي او په ښه نیت سره د یو دوامدار او هر اړخیز تړون لپاره کار وکړي.

نوموړي بیا ټینګارکړی چې د نړیوالو شخړو له سوله‌ ییز حل پرته بله عملي لاره نشته.

د هغه په وینا دا سوله ییز حل باید د نړیوال قانون، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د منشور، سره سم ترسره شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي دغه راز وویل چې د ګوتېرش ځانګړی استازی په سیمه کې دی، چې د دیپلوماتیکو هڅو ملاتړ وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال، څېړونکی او شاعر عارف غروال وفات شو

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲ مه) د افغانستان یوه تکړه څېړونکی، شاعر او د علومو اکاډمۍ مشر غړي عارف غروال د ۸۱ کلونو...