تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۲۳ مه) په اسلام اباد کې د شنبې په ماسپښین ( د وري/ حمل ۲۲ مه) د امریکا، ایران او پاکستان ترمنځ د درېاړخیزو خبرو له پیلېدو سره هممهاله یوه امریکایي چارواکي اعلان وکړ چې د امریکا د سمندري ځواک څو بېړۍ له هرمز تنګي څخه تېرې شوې دي.
دغه چارواکي زیاته کړه چې دا اقدام له ایران سره له همغږۍ پرته شوی او دا لومړی ځل دی چې د تېرې جګړې له پیل راهیسې دا ډول کار کېږي.
«اکسیوس» خبري ویبپاڼې د همدې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې د امریکا جنګي بېړۍ د دې لپاره چې په نړیوالو اوبو کې د کښتۍ د تګ راتګ ازادي وښيي، د هرمز له تنګي څخه تېره شوې ده.
نوموړي ټینګار وکړ چې د تېرېدو پر مهال د ایران له لوري هېڅ ډول خبرداری یا اخطار دغو بېړیو ته نه دی ورکړل شوی.
له بلې خوا، د ایران دولتي تلویزیون د دغه هېواد د یوه پوځي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې دا ادعا یې په بشپړه توګه رد کړې او ویلي یې دي چې هېڅ امریکایي بېړۍ له تنګي نه ده تېره شوې.
هغه همداراز وویل چې یوې امریکایي پوځي بېړۍ ته چې د تېرېدو هڅه یې کوله، خبرداری ورکړل شوی و چې که خپل مسیر ته دوام ورکړي، په دېرشو دقیقو کې به وویشتل شي، او بالاخره دغه بېړۍ شاته شوې ده.
په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی چې دغه تنګی به ډېر ژر د کښتیو د تګ راتګ لپاره بېرته پرانیستل شي.
هغه په خپل ټولنیز پیغام کې زیاته کړې چې هېواد به یې ډېر ژر د دې مهمې سمندري لارې د پاکولو لپاره اقدام وکړي، هغه لار چې د نړۍ د تېلو او ګاز ګڼ شمېر ټانکرونه ترې تېرېږي.
د هرمز تنګي د بندېدو له کبله، چې د نړۍ کابو شل سلنه تېل ورڅخه تېریږي، په نړۍ کې د تېلو بیه په بې ساري ډول لوړه شوې ده.