دا زما د ژوند کیسه ده، څلورم ټوک ناچاپ/ د ټاکنو له برخې څخه
پر ملګری جنرال عاشق الله غریب چې په شپېتمو کالونو کې د کابل سیاسي هوا بده ولګېده، نو پښتونخوا ته یې ترپلل، څه موده وروسته د خولو د تپ تر سیوري لاندې د جرمني د ګلونو په وږمو ورګډ شو، د ژوند د رباب په تارونو کې یې نوې نغمې سرُ کړې. کالونه وروسته د کرزي په واکمنۍ کې له پردېسۍ بېرته وطن راستون شو، قلموالو به د جرمني پروډکش په ډله کې ګاڼه، غریب په پردېسۍ کې فرهنګ ته مخه کړې وه، خپل ذوق یې په شعر او موسېقۍ خړوباوه. دی په غریبۍ کې پخپلو یارانو خان و. دا وخت ۱۹۹۲ل د سولې عالی شورا په دارالانشاه کې بوخت و. ده چې د نوماندانو لړلیک او خپلو ملګرو سترګو ته کتلي وو، نو ډاکتر اشرف غني ور ته ښه او غوره برېښېدلی و، خو دا چې رسمي دنده یې برقراره وه، له دندې سره یې د ژمنتیا له مخې په پټ مخ مستې پلورلې، د ماښام په تیاره کې به یې له ډاکتر غني سره مخامخ او د ټیلفون له لارې اړیکه نیوله او خلک یې ور په ګوته کول، له خپل دریځ او نفوذه یې کار اخست.
یو ماښام یې ډاکتر غني ته ټیلفون کړی و چې که یو ځل له قاضي محمد آمین وقاد سره وګوري، د قاضي یو زوی چې څه موده وړاندې مړ و، د هغه دعا به وکړي. قاضي آمین وقاد هم دا وخت د سولې عالی شورا غړی و. دا وخت نوماندان په فاتحو او جنازو پسې ډېر ګرځېدل، بیا خو هغه څوک چې په پنځو کې یادېده، د هغه زاړه مړي یې هم ژړل.
ولسمشرۍ ته د نوماندۍ له رسمي ثبت نامه یوه ورځ وړاندې ډاکتر غني را باندې غږ وکړ:
ـ زه او ته د قاضي آمین کور ته ځو، قلم او کاغذ برابر کړه.
هغه به په موټر کې کمپوټري خوب او مطالعه کوله، کله ناکله به چې زه ورسره وم، نو غټ غټ ټکي به یې را ته ویل.
په موټر کې چې څنګه کېناستو، نو د خپل عادت له مخې یې را ته وویل:
ـ کاغذ او قلم را واخله چې د ثبت نام د ورځې وینا لپاره یو څو ټکي لیکو.
کاغذ مې را واخست، ده ځینې ټکي را ته وویل، هغه مې ولیکل، خو وروستی ټکی مې لا نه و ایښی چې…
إِنَّا لِلّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
نږدې غرمه وه چې په یوه شنه منډه مو د میرویس میدان له ګڼ بازاره سترګې پناه شوې، د سیلو مخ ته د غځېدلي سړک یوه خوا کنډو کپر او شلېدلې وه، په بله ډډه د پښې ایښودو ځای نه و، موټر ساه په تیګا روان وو.
ډاکتر غني لګیا و، غټ غټ ټکي یې را ټولول او یویو یې د پوهنتون د زاړه دود له مخې د نوټ په څېر وایه. دې بوختیا د مېږي په پله مزل را نه هېر کړ. رښتیا هم چې انسان ته هره شېبه یو فرصت دی، دا په ده پورې تړلې ده چې له دغه فرصته څنګه ګټه واخلي! له ګڼې ګوڼې نه ځان وایستل زموږ نه، د ډرېور کار و، که موږ هر څومره پرې سوچ کړی وای، له زړه خوړلو پرته را ته نور څه په لاس نه راتله، غوره دا وه چې خپلې خبرې وکړو، نو دغه شېبه هم د کار لپاره یو فرصت او غنیمت و.
د غټو غټو ټکو لیکلو تازه ساه اخستې وه چې موټر د کاننټېننټل پر ډډه برابر شو او غاړه یې تازه کړه.
ټکو ته مې ټکی نه و ایښی چې موټر د عبدالرحمن خانۍ سپینې ماڼۍ لاندې یوې وړې دوې پوړیزې ودانۍ ته تاو شو، د غوږ هومره ګراچ ور بېرته شو. یو کس راغی او د ډاکتر غنی د وره ډډې ته لاس په نامه ودرېد. ده ور بېرته کړ. وړاندې پر چوتره، اوږدې پراخه تریس داره، پیکه ابي جامې پرتن، یو پلن تک سپین غټ سترګی سړی، پلنه سپینه ږیره ولاړ و، د خړې، سپینې لیکې لیکې پګړۍ ولونو یې تازه ساه اخسته، لویه غېږه یې پرانسته، ډاکتر غني یې پکې ورک کړ.
مخکې شو او چوترې ته رامات ور یې پخپلو ګوتو بېرته کړ، کوټې ته له ننوتو سره سم یې په اوږدو اوږدو لستوڼو هرکلی ووایه، د کوټې قبلې ډډې ته د کتابونو اوږده المارۍ وه، غټ غټ کتابونه پکې ایښي وو، داسې چې پر ژۍ یې د خورو ورو تورو په راټولو سره ټول په یو ترکیبي نوم تړل کېدل. د ډاکتر غني سترګې چې پر کتابونو خوږې شوې، نو یو قدم ورنږدې شو:
ـ جناب قاضي صاحب! کتاب ژوند دی، زما بې کتابه ګوزاره نه کېږي.
قاضي په خوله کې الفاظ لامده کړه او په شدومد یې وویل:
ـ په کومه اجتماع کې چې کتاب نه وي، هلته ژوند نه وي.
بیا یې ما ته ګوته ونیوه:
ـ زه خوشحاله یم چې له تا سره د کتاب شوقیان ملګري دي.
بیا یې په پلن مخ کې غټې غټې سترګې راواړولې او په وښکو یې ګوتې راښکلې:
ـ شاباس ښه انتخاب دې کړی دی.
ډاکتر غني موسک شو:
ـ دی خو زما پخوانی اشنا دی.
ـ دی ښه ژورنالیست، لیکوال او باشخصیته انسان دی.
د ډاکتر غني د غاښونو د ځلا شور کوټه په سر واخسته:
ـ له ماسره باشخصیته خلک ملګري دي.
قاضي ږیره تازه کړه:
ـ لوستي او اکاډمیک شخصیتونه یاستئ، یو په بل ښه ښکارئ.
قاضي خبرې اوږدولې او هڅه یې کوله چې د خپل زړه خبره په یو ډول نه یو ډول د ډاکتر تر غوږونو ورسوي، د زړه د کترې درد ترې دنیايي خبرو هېر کړی و، د هغه خبرې رڼې وې، د رمز او کنایو پر ژبه تر هر چا زیات پوهېده، خبره که څه هم د غمرازۍ وه، خو اوس چې د نوماندۍ، ډلې جوړولو او کمپاین نغاره تازه توده شوې وه، په داسې ورځو کې زاړه مړي هم خوشبخته وو چې بې شمېره لاسونه ورپسې لپه کېدل. د جنازو بازوګانو ته خو بیا تر هر چا زیات د نوماندانو ولي تخنېدل او ځان یې ورساوه. دې ته یې نه کتل چې په کوم رګ ورسره تړلی دی، که نه؟! ځوان دی، که زوړ دی؟ نر دې که ښځه؟ بس په ټاکنو کې د خپل ملاتړ لپاره به تر هر چا زیات ده اوښکې تویولې.
قاضي د خبرې سر ونیو:
ـ جنګ تباهي ده، په جنګ کې سړک، ونه غنه، لوټه تیږه هر څه قتلېږي، دا ټول بې ګناه دي.
ډاکتر غني د نوماندۍ په احساساتو کې په خینجاړه پښتو ورغبرګه کړه:
ـ تر څې خلک و نه وايي نور بس دی وینه دا جنګ بربادي ده، راځئ چې په ګډه ووایو: بس دی جنګ ، د خدای ج په نومونه کې یو نوم سوله ده.
قاضي سر لاندې باندې وښوراوه:
ـ اوس ددې وخت دی چې خلک ددغو ستونزو او مستقبل لپاره پخپله خوښه یو داسې زعیم انتخاب کړي چې هغه خدمتګار او د حق پیرو وي.
په دې جملو کې یې ګوته ډاکتر غني ته نیوله. ډاکتر غني خبره را ټولوله، هغه یې سترګو ته پخپل زړه کې د جوړ شوي څلي سر ته کتل چې اوس به پرې غږ کوي او اوس به پرې غږ کوي، تلوسې وزرې کړې وې، ډاکتر غني لاجوردي اوږدې تسبې را ټولې او جب ته یې واچولې، هغه خپلې سترګې دده په الفاظو پورې په بڼو ګنډلې وې، ډاکتر غني وټوخل، له ټوخي سره هیله وغځېده، لکه چې غږ کېږي؟! د ډاکتر غني له خولې دانه دانه الفاظ په ډېرې خوارۍ له خولې را ووتل:
ـ خدای پاک دې نور دا وطن له دردونو وساتي.
قاضي د خپل نامه په څېر په غوړ ستوني اوږد امین ووایه، تر بڼو لاندې یې خپله ورکه لټوله، اخر چې نه شو، نو ورو یې وویل:
ـ ګوره ما هم تر اوسه چا سره خبره نه ده کړې!!
دې خبرې سره ډاکتر غني لاسونه لپه کړه، سترګو ته یې د نظر تودې تودې وړانګې نورې هم له شوره ډکې وغځېدې ، خو ددې جملې: پل دې له موږ سره بختور شه، تلوسه په دې دعا را ټوله کړه چې:
إِنَّا لِلّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
مخه ښې ته یې کمکۍ غېږه پرانسته، د قاضي محمد آمین وقاد په لپه کې دعا لکه ډبرین بت رڼې سترګې ودرېده.