تاند (جمعه، د وري/ حمل ۲۱ مه) د ناسا د «آرتمیس ۲» مأموریت څلور ستورمزلي روانه اوونۍ د سپوږمۍ له شا په داسي حال کې تېر شول، چې نه یوازې یې له ځمکې څخه د واټن تاریخي ریکارډ مات کړ، بلکې یو ځل بیا یې په فضا کې د امریکا او چین ترمنځ جیوپولیتیکي سیالۍ ته پام واړاوه؛ هغه سیالي چې نور یوازې سپوږمۍ ته په «رسېدو» پورې محدوده نه ده، بلکې د «پاتې کېدو» پر سر ده.
د فضا له ژورو څخه د بېرته راستنېدو پر مهال، دا څلور فضانوردان به په لومړي ځل له فضا څخه په یوه ژوندۍ خبري ناسته کې څرګند شي؛ داسې یوه پېښه چې له سمبولیک پلوه د انسان د فضایي حضور د نوې مرحلې نښه ګڼل کېږي.
د «اوریون» کپسول چې تېره اوونۍ له فلوریډا څخه توغول شوی و، د سپوږمۍ له تورو اړخونو تر تېرېدو وروسته اوس د ځمکې پر لور د بېرته راستنېدو په حال کې دی. د ناسا د چارواکو په وینا، د دې فضايي بېړۍ ټول سیستمونه «په ثابت او سالم حالت» کې دي.
دغه مأموریت له ځمکې څخه نژدې ۴۰۵ زره کیلومتره لېري ورسېد او هغه ریکارډ یې مات کړ چې له نیمې پېړۍ څخه زیات وخت د «آپولو ۱۳» فضانوردانو په په نوم ثبت و. ستورمزلو د شپږ ساعته الوتنې په ترڅ کې له شاوخوا ۶۴۰۰ کیلومتره لوړوالي څخه د سپوږمۍ سطحه مشاهده کړه او بېساري معلومات یې ځمکې ته ولېږل.
په هیوسټن کې د سپوږمۍ د علومو لسګونه پوهان د مأموریت د کنټرول مرکز ته نژدې په خونو کې له ستورمزلو سره په ژوندۍ بڼه په اړیکه کې وو؛ دا علمي خبرې اترې چې د سلګونو زرو کیلومترو په واټن کې ترسره شوې، د انسان له نظره د سپوږمۍ د سطحې مستقیم لید ممکن کړ، هغه څه چې مخکې تر ډېره یوازې په سپوږمکیو پورې محدود وو.
خو «آرتمیس ۲» یوازې یوه علمي لاسته راوړنه نه ده. دا مأموریت د امریکا د څو میلیارده ډالرو پروګرام برخه ده چې هدف یې تر ۲۰۲۸ کال پورې بېرته سپوږمۍ ته د انسان لېږل او هلته د اوږدمهاله حضور رامنځته کول دي؛ داسې حضور چې د مریخ پر لور د تګ لپاره راتلونکو مأموریتونو ته بنسټ جوړولی شي.
په داسې حال کې چې «آرتمیس ۲» د سپوږمۍ له پاسه تېرېږي او ځمکه د دې فضايي بېړۍ او سپوږمۍ ترمنځ لیدل کېږي، بل لور ته چین هم له یوه کوټلي پروګرام سره هڅه کوي تر ۲۰۳۰ کال پورې خپل ستورمزلي سپوږمۍ ته ورسوي. بېجینګ په وروستیو کلونو کې د روبوټي مأموریتونو په بریاوو، په ځانګړي ډول د سپوږمۍ له دواړو اړخونو څخه د نمونو په راوړلو سره، ښودلې چې په دې سیالۍ کې په چټکۍ سره مخکې روان دی.
متخصصان وایي چې موضوع نوره یوازې «لومړی کېدل» نه دي. د ځینو شنونکو په باور، اصلي پوښتنه دا ده چې کوم هېواد کولی شي په سپوږمۍ کې یو دوامداره بنسټ جوړ کړي او خپل حضور هلته ټینګ کړي. امریکا د «آرتمیس تړونونو» له لارې د نړیوال ائتلاف په جوړولو بوخته ده، په داسې حال کې چې چین او روسیه د «نړیوال سپوږمیز څېړنیز سټېشن» پروژه پر مخ وړي.
سره له دې، تخنیکي ننګونې د دواړو لورو لپاره لا هم د پام وړ دي. چین باید په راتلونکو کلونو کې بشپړ نوي سیستمونه، لکه درانه توغندي، فضايي بېړۍ او سپوږمۍ ته د کښته کېدو وسایل، په بشپړه توګه وازمويي. امریکا هم لا له مخکې څخه له فشار سره مخامخ ده څو د چین څخه مخکې سپوږمۍ ته د بېرته ستنېدو ژمنه پوره کړي.
په دې منځ کې، «آرتمیس ۲» تر دې ډېر چې د یوه مأموریت پای وي، د یوې نوې مرحلې پیل دی؛ هغه سیالي چې دا ځل نه یوازې د ځمکې په مدار کې، بلکې د سپوږمۍ پر سطحه او تر هغې هاخوا روانه ده—هغه سیالي چې پایلې یې کولی شي د انسان د فضايي حضور راتلونکې لسیزې وټاکي.