تاند (سه شنبه د وري – حمل ۱۸مه) مسوولان وایي په پنجشېر کې د زمرودو د استخراج او پلور کچه لوړه شوې ده.
تازه شاوخوا ۲زره او ۶۳۹ قیراطه استخراج شوي، زمرود د ۳ میلیونه او ۱۷۲زره او ۶۵۰ افغانیو په ارزښت پر کورنیو سوداګرو پلورل شوي دي.
ځايي مسوولان وايي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دغه ولایت کې د پانګونې او کانونو د استخراج زمینه برابره شوې او په وروستیو کلونو کې د قیمتي ډبرو، په ځانګړي ډول زمرودو په استخراج کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
پنجشېر کې د طالبانو د والي ویاند سیفالدین لټون ویلي چې په ننني پلور کې د کانونو د ساتنې د کمېټې د باصلاحیته پلاوي په حضور او د سلګونو سوداګرو په ګډون، د زمردو دغه اندازه د قانوني پروسو له بشپړولو وروسته وپلورل شوه.
د لټون په وینا، سیمهییزه اداره ژمنه ده چې د کانونو استخراج به په فني او قانوني ډول کېږي او هڅه کوي له طبیعي سرچینو څخه د ملي ګټو لپاره اغېزمنه ګټه واخیستل شي.