Homeخبرونهم.م. وايي په افغانستان کې چې د امیندوارۍ پر مخنیوونکو وسایلو بندیزونه...

م.م. وايي په افغانستان کې چې د امیندوارۍ پر مخنیوونکو وسایلو بندیزونه لکول شوي، ښځو ته روغتیايي خدمات لا ډېر مهم شوي

تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۱۸ مه) ملګري ملتونه وايي، په داسی حال کې چې په افغانستان کې د امیندوارۍ په مخنیوونکو وسایلو باندې محدودیتونه لګېدلي، امیندوارو ښځو ته د اساسي روغتیايي خدماتو لاسرسی ډېر مهم دی.

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) د دوشنبې په ورځ وویل چې امیندواره ښځې باید بې خنډه روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ولري، ځکه چې د میندو روغتیا د ژوند ژغورنې اړتیا ده، په تېره بیا په هغه هېواد کې چې د میندو د مړینې کچه پکې د نړۍ تر بل هر هیواد لوړه ده.

دې ادارې ټینګار وکړ چې د میندو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی “د بحث وړ نه دی” او ویې ویل چې افغانستان لا هم د نړۍ له هغو خطرناکو ځایونو څخه دی چې امیندوارېدل پکې ډېر خطر لري.

د ملګروملتو د نفوس ادارې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د هر ۱۰۰ زره ژوندیو زیږونونو په مقابل کې شاوخوا ۶۲۰ میندې مري، او نژدې په هر دوه ساعته کې یوه ښځه د امیندوارۍ د مخنیوي وړ ستونزو له امله ژوند له لاسه ورکوي.

دا خبرداری د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته ورکړل شو چې په هرات کې د امر بالمعروف څارونکو د ولایتي زېږنتون ځینې برخې تړلې دي او روغتیايي کارکوونکو ته یې ویلي چې ښځو ته د امیندوارۍ د مخنیوي ګولۍ او کنډومونه ور نه کړي.

د دې راپورونو له خپرېدو سره د روغتیايي کارکوونکو او د حقونو د مدافعانو اندېښنې زیاتې شوې دي، ځکه وېره شته چې د میندو او تولیدي روغتیا خدمات، چې له وړاندې هم کمزوري دي، لا نور هم زیانمن شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...