Homeخبرونهد امریکا د ګواښ په وړاندې د سپاه ياسداران متقابل ګواښ

د امریکا د ګواښ په وړاندې د سپاه ياسداران متقابل ګواښ

تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۱۸ مه) د ایران سپاه پاسداران ویلي چې که د ډونالډ ټرمپ ګواښ عملي شي، نو د دوی ځواب به «له سیمې هاخوا» وي.

د سپاه پاسداران عامه اړیکو په یوه بیان کې، چې د سې‌شنبې (وري ۱۸ مه) په ماښام خپور شو، هغو هېوادونو ته چې دوی یې د امریکا «سیمه‌ییز شریکان» بولي، خبرداری ورکړی چې داسې ګامونه به واخلي چې «امریکا او متحدان به یې په کلونو د سیمې له تېلو او ګازو بې‌برخې شي.»

سپاه پاسداران همداراز ادعا کړې چې تر دې دمه یې «زیات زغم» ښودلی او د هدفونو په ټاکلو کې یې «ملاحظې» درلودې، خو له دې وروسته به «دا ټول محدودیتونه لرې شي.»

بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واشنګټن په وخت د سې شنبې تر ماښامه، (د ایران د چهارشنبې تر سهاره (د حمل ۱۹) پورې ایران ته مهلت ورکړی چې د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د پرانیستلو په اړه هوکړې ته ورسېږي، او ګواښ یې کړی چې که دا کار ونه شي، نو امریکا به د ایران برېښناکوټونه او پلونه بمباري کړي.

په همدې حال کې العربیه وايي چې اسراییل په قم کې پر یوه پُل بمباري کړې ده.

د اسراییل پوځ په یوه خبرداري کې، د ایران له خلکو غوښتي چې د نن ماښام تر ۹ بجو (سې‌شنبه ۱۸ حمل) پورې په رېلګاډو کې له سفر څخه ډډه وکړي او رېللارو ته نژدې نه شي.

د اسراییل پوځ ویلي چې په رېلګاډو کې سفر او یا رېل پټلیو ته نژدې کېدل د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

د اسراییل د احتمالي برید له کبله د مشهد والي اعلان وکړ چې د ټولو ریلګاډو تګ راتګ تر بلې خبرتیا پورې ځنډوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...