تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۱۸ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له ایران وغوښتل چې تر ټاکلې نېټې (د سېشنبې ماښام) پورې هوکړه وکړي، او خبرداری یې ورکړی چې که جګړه پای ته ونه رسېږي، «نن شپه به یو تمدن په بشپړ ډول له منځه ولاړ شي.»
ټرمپ په خپله خواله رسنۍ ټروت سوشل کې په یوه پیغام کې لیکلي: «یو ټول تمدن به نن شپه له منځه ولاړ شي، داسې چې بیا به هیڅکله بېرته راژوندۍ نه شي. زه نه غواړم دا پېښه وشي، خو ښايي همداسې وشي.»
هغه زیاته کړې: «نن شپه به موږ پوه شو؛ دا به د نړۍ په اوږده او پېچلي تاریخ کې له تر ټولو مهمو شېبو څخه یوه وي.»
په همدې حال کې امریکا او اسراییل تر ټاکلي ضرب الاجل مخکې نن په ایران کې پر یو شمېر پُلونو او د برېښنا د وېش شبکو بریدونه کړي دي.
— Rapid Response 47 (@RapidResponse47) April 7, 2026
د امریکا او ایران خبرې روانې دي
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دوو پاکستاني سرچینو، چې د خبرو اترو په اړه یې معلومات لرل، وویل، د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د خبرو د اسانتیا لپاره هڅې لا هم روانې دي. دا خبره د سېشنبې په ورځ داسې مهال شوې چې پر ایران بریدونه زیات شوي او د ډونالډ ټرمپ ټاکلې نېټه هم نږدې شوې ده.
بل لور ته، د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس ویلي چې متحده ایالاتو په ایران کې تر ډېره خپلې پوځي موخې ترلاسه کړې دي.
له بلې خوا د ایران سپاه پاسدارن متقابل خبرداری ورکړی دی. لاندې یې تفصیل ګتلی شئ.