تاند (سه شنبه د وري – حمل ۱۸مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویلي چې، د واورې، بارانونو، سېلابونو او ځمکې ښویېدو له امله د سالنګ، کابل-جلال اباد، سمنګان-مزار شریف لویو لارو ترڅنګ، څو نورې لویې لارې د موټرو د تګ راتګ پر مخ تړلې دي.
د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن سه شنبه زیاته کړې چې، د بلخ ولایت د مارمل، چمتال او چهارکانت ولسوالیو لارې، د ننګرهار ولایت د نازیان، دوربابا، سپین غر او پچیراګام لارې، د بادغیس-هرات او بادغیس-فاریاب لویې لارې، د غور-هرات لویه لاره، دره صوف-مزار شریف او ایبک-روی دواب لارې، د غور ولایت د چهارسدې ولسوالۍ لاره او د بامیان ولایت د کوتل قوناق او ایبک لارې د ترافیکو پر مخ تړلې دي.
هغه ویلي، چې د دې لارو د پاکولو کار روان دی.
حق شناس له خلکو وغوښتل چې تر بلې خبرتیا دې په یادو لارو له سفر کولو ډډه وکړي.
د وري له ۶مې راهیسې د افغانستان په ولایتونو کې بارانونه، سېلابونه او په ځینو سیمو کې واورې ورېدلي دي.
دغو پېښو خلکو ته پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د طالبانو ادارې اعلان کړی چې په دې موده کې ۱۱۳ کسان وژل شوي او ۱۵۴ نور ژوبل شوي دي.
یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لسګونه کسان په سېلابونو او د کورونو د چتونو غورځېدو له امله مړه او ژوبل شوي دي.
لاهم په ځینو ولایتونو کې شدید بارانونه دوام لري او خلک له سختو مشکلاتو سره مخ دي.