تاند (سه شنبه د وري – حمل ۱۸مه) ټاکل شوې چې د افغانستان د فوتبال تر ۱۷ کلونو کشره لوبډله نن ماښام د مرکزي اسیا د سیمه ییزې اتلولۍ په چوکاټ کې د ترکمنستان په وړاندې ولوبېږي.
دا لوبه د کابل په وخت د ماسپښین په ۴:۳۰ بجو پيلېږي او د دې پړاو له مهمو لوبو څخه ګڼل کیږي.
افغانستان، چې خپله لومړۍ لوبه بایللې وه، اوس په جدول کې د خپل مقام د ښه کولو په هدف لوبغالي ته ننوځي.
له بلې خوا، ترکمنستان به هم هڅه وکړي چې نمرې ترلاسه کړي او خپل مقام پیاوړی کړي.
د مرکزي اسیا اتلولي د سیمې د څو لوبډلو په ګډون ترسره کیږي او د لوبډلو لپاره یو مهم فرصت ګڼل کېږي چې په نړیواله کچه خپلې وړتیاوې او چمتووالی اندازه کړي.
افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې د قرغیزستان په وړاندې ماتې وخوړه او اوس اړتیا ده چې په راتلونکو سیالیو کې د پاتې کېدو لپاره بریاوې ترلاسه کړي.