تاند (سه شنبه د وري – حمل ۱۸مه)په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د چین له سفیر سره د دوو اړخیزو همکاریو، سیمهییزو بدلونونو او د چین په ارومچي ښار کې د کابل او اسلام اباد د روانو خبرو اترو په تړاو ناسته کړې ده.
په دې ناسته کې د چین سفیر ژاو شینګ ویلي چې، بېجېنګ هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور فضا رامنځته کړي.
د چین سفیر زیاته کړې چې د سیمې د جیوپولیتیک وضعیت په درک سره، تمه ده چې د باور جوړونې بهیر د نېک نیت او د تاوتریخوالي لرې کېدو پر بنسټ دوام ومومي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امیرخان متقي د شخړو په تړاو د خپلې ادارې دریځ دفاعي بللی او ټینګار یې کړی، چې دوی له خپل حریم څخه دفاع مسلم حق ګڼي.
متقي همداراز ټینګار کړی، چې د متقابل درناوي او پوهاوي پر بنسټ د تفاهم او خبرو اترو پر دوام باور لري.
دا ناسته په داسې مهال کېږي چې، له تېرو دوو ورځو راهیسې په چین کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چین په منځګړتوب خبرې اترې روانې دي.
تر دې دمه دغه خبرې اترې مثبتې ګڼل کېږي.