Homeخبرونهد ننګرهار په څلورو سیمو کې د چتونو غورځېدو له امله ۱۴...

د ننګرهار په څلورو سیمو کې د چتونو غورځېدو له امله ۱۴ تنه مړه او ژوبل دي

تاند (سه شنبه د وري – حمل ۱۸مه) ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا ریاست یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د جلال اباد ښار انګورباغ سیمه کې د یوه کور چت غورځېدو له امله ۵ تنه مړه شوي.

په دغه پېښه کې دوه تنه نور ژوبل دي.

د عامې روغتیا رییس، امین الله شریف د ټپیانو لیدلو ته حوزوي روغتون ته ورغلی او زیاته کړې یې ده چې د ټپیانو درملنې لپاره ټول امکانات برابر شوي دي.

دغه راز بیا د ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د دې ولایت په شيرزادو خوګیانيو او هسکه مېنې ولسواليو کې د سخت ورخت او چتونو غورځېدو له کبله ۹کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې، د شیرذادو ګندمک په کوټګۍ مربوط، پبيانونو کلي کې د یو کور چت غورځېدلی چې له امله یې یوه ښځه او دوه ماشومان مړه شوي او دغه راز د خوګیانو ولسوالۍ په پيره خېلو ،مشري کلي کې یو تن مړ او دوه نور ژوبل شوي او همدرانګه د هسکې مینې په دولت خیلو سیمهکې د دوه کورونو چتونه غورځېدلي چې له امله یې یو ماشوم مړ او دوه ژوبل شوي دي.

له تېر ماخستن راهیسې پر ننګرهار سخت او پرته له دمې باران ورېږي چې، په لرې پرتو سیمو کې یې ډېری کورونه د نړېدو له ګواښ سره خ کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...