تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد ۲۹ مه) د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن (پنجشنبې، د زمري ۲۹مه) د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د سختو بارانونو، له دوړو سره د تېزو بادونو او ناڅاپي سېلونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.
د دې ادارې د پرونۍ خبرپاڼې له مخې، په نورستان، لغمان، کونړ، ننګرهار او خوست ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلونو اټکل شوی او د باران کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۳۰ میلیمترو پورې وي. همداراز، د افغانستان په شمالي، مرکزي، ختیځو، جنوبختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې له دوړو سره د تېزو بادونو اټکل شوی چې سرعت به یې په ځینو سیمو کې په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۵ کیلومترو پورې وي.
له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د زمري په ۲۵مه ویلي چې د روان میلادي کال له پیل څخه تر اګست پورې په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله تر ۹۲ زرو ډېر کسان اغېزمن شوي او ۹۷ کسان مړه شوي دي.
په نورستان کې وروستي سېلونو تر ټولو مرګونې او ویجاړوونکي وو.