Homeخبرونهپه بهر کې د سوالګرۍ په تور په یوه کال کې ۹۵۰...

په بهر کې د سوالګرۍ په تور په یوه کال کې ۹۵۰ پاکستانیان ډیپورټ شوي

تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد ۲۹ مه) پاکستاني رسنیو پرون (چهارشنبه) راپور ورکړ، په تېر یوه کال کې ۹۵۰ پاکستانی اتباع په بهر کې د سوالګرۍ په تور له بېلابېلو هېوادونو څخه پاکستان ته استول شوي دي. په دې ډله کې تر ټولو ډېر، ۸۹۷ کسان، له سعودي عربستانه ډیپورټ شوي دي.

همداراز له متحده عربي اماراتو ۲۲، له عراق او عمان څخه ۱۱، له قطر څخه ۵ او له بحرین او مالیزیا څخه یو، یو پاکستانی بېرته استول شوی دی.

له بلې خوا، د کراچۍ په هوايي ډګر کې ۴۹ مسافر، چې شک پرې کېده چې بهر ته د سوالګرۍ لپاره ځي، له سفره منع شوي او د لا نورو څېړنو لپاره د انساني قاچاق ضد څانګې ته سپارل شوي دي. په دې کسانو کې ۲۱ سعودي عربستان، ۷ بحرین، ۵، ۵ متحده عربي اماراتو او قطر، ۴ عمان، ۳ مالیزیا او اذربایجان، او ازبکستان، اندونیزیا او ترکیې ته یو، یو مسافر شامل دي.

چارواکي وايي، د هغو کسانو پر وړاندې اقدامات کېږي چې په بهر کې د سوالګرۍ یا د انساني قاچاق له منظمې شبکو سره د تړاو شک پرې وي. له پاکستانه بهر ته تلونکو کسانو ته سپارښتنه شوې چې د ویزې او سفر ټول قانوني شرایط مراعت کړي او له غیرقانوني لارو او مشکوکو اجنټانو څخه ډډه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو شمېر افغان فرهنګیان: د ژبو په اړه دې له پاروونکو او ناعلمي بحثونو ډډه وشي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۶ مه) یو شمېر افغان لیکوالو او فرهنګي شخصیتونو د افغانستان د ژبو، لهجو او ملي مسایلو په اړه...