Homeخبرونهد کرنې وزارت د څه باندې ۲۰۰ میلیون افغانیو په ارزښت ۷۴...

د کرنې وزارت د څه باندې ۲۰۰ میلیون افغانیو په ارزښت ۷۴ هوکړې لاسلیک کړې

تاند (یکشنبه د زمري ـ اسد ۲۵مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی چې په کابل کې د کرنې او مالدارۍ په نړیوال نندارتون کې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو او پانګوالو ترمنځ د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۴ هوکړې لاسلیک شوې دي.

د دغه وزارت په خبرپانه کې راغلي چې، په دې نندارتون کې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو له لوري په څه باندې ۱۰۰ غرفو کې د افغانستان او نورو هېوادونو کرنیز، مالدارۍ او صنعتي محصولات نندارې ته وړاندې شوي وو.

خبرپانه وایي چې، د کرنې او مالدارۍ نړیوال نندارتون د کورنیو محصولاتو د بازارموندنې په موخه جوړ شوی و.

دغه نندارتون د زمري میاشتې له ۲۰مې تر ۲۵مې نېټې پورې دوام وکړ.

د کرنیزو پوهانو په باور، د دغو هوکړه‌لیکونو عملي کېدل کولی شي د کرنې د ودې، د بزګرانو د ملاتړ او د حاصلاتو د زیاتوالي په برخه کې مهم رول ولوبوي.

خو دوی اړینه بولي چې د هوکړه‌لیکونو د پلي کېدو بهیر په شفاف ډول وڅارل شي، څو بودجه په سمه توګه ولګول شي او اصلي ګټه یې بزګرانو ته ورسېږي.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ملګرتیا/اجمل پسرلی

رینګه/اجمل پسرلی

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...