تاند (یکشنبه، د زمري/ اسد ۲۵ مه) د افغانستان لوبډلمشر رحمت شاه په زړه پورې ناسوځېدلې سلیزه ووهله او له صدیقالله اتل سره یې د درېیمې ویکټې ریکارډ جوړوونکې ملګرتیا وکړه، چې له امله یې افغانستان ایرلنډ ته په پنځمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې په شپږ ویکټو ماتې ورکړه.
د شنبې د ورځې له دې بري سره افغانستان د پنځو لوبو د لړۍ ۴-۰ ګټونکی شو. لومړۍ لوبه د باران له امله بې پایلې شوې وه.
په وروستۍ سیالي کې افغانستان د ۲۲ منډو په لرلو دوه ویکټې له لاسه ورکړې وې، خو رحمت شاه او صدیقالله اتل ۲۰۱ منډې جوړې کړې. دا د افغانستان لپاره په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د درېیمې ویکټې تر ټولو ستره ملګرتیا ده. دوی د رحمت شاه او حشمتالله شهیدي د ۱۸۴ منډو پخوانی ریکارډ مات کړ.
ایرلینډ د کرټس کمفر د چټکو ۹۶ منډو پر مټ په ۵۰ اورونو کې د ۷ ویکټو په زیان ۲۹۸ منډې جوړې کړې.
افغانستان د ۲۹۹ منډو هدف په تعقیب کې په پیل کې هغه مهال له ستونزو سره مخ شو، چې لیام مککارتي ابراهیم ځدراڼ او رحمانالله ګربز ژر وسوځول.
خو رحمت شاه او اتل ورو ورو لوبه بېرته منظمه کړه او وروسته یې د ایرلنډ پر لیګسپینر ګاوین هوی برید وکړ.
رحمت شاه په ۱۰۹ توپونو ۱۴۳ ناسوځېدلې منډې وکړې چې ۹ څلوریزې او یوه شپږیزه یې ووهله. اتل هم د پرلهپسې دویمې سلیزې په درشل کې و، خو د مککارتي پر وړاندې د کیډ کارمیکل په ښکلي کیچ وسوځېد.
افغانستان هغه مهال لا ۷۶ منډو ته اړتیا لرله، خو عظمتالله عمرزي د ۲۴ چټکو منډو په جوړولو مرسته وکړه او افغانستان د لوبې له پای ته رسېدو ۷ توپونه مخکې هدف ته ځان ورساوه.