تاند (یکشنبه، د زمري/ اسد ۲۵ مه) د افغانستان د ژغورنې ملي مجمعې او د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا په یوه ګډه اعلامیه کې د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې د دوی په وینا، طالبانو ته د مشروعیت ورکولو سبب کېږي.
دغه پرېکړهلیک د «طالبانو ډلې ته د واک سپارلو د پنځمې کلیزې» تر عنوان لاندې د طالبانو د واک ته رسېدو د پنځمې کالیزې په مناسبت په یوه انلاین غونډه کې ولوستل شو. په پرېکړه لیک کې ویل شوي چې د طالبانو له واک ته له رسېدو سره په افغانستان کې د دولتجوړونې، ولسواکۍ او پرمختګ بهیر درېدلی او هېواد د یوې «انحصارپلوې او له ملي مشروعیته بېبرخې ډلې» تر واک لاندې راغلی دی.
دغو دوو جریانونو پر هغه څه نیوکه کړې چې د طالبانو سیاستونه، خپلسره نیونې، شکنجې، د بیان او رسنیو د ازادۍ محدودول، د مسلکي او متخصصو کسانو ګوښه کول او د بشري حقونو پ سرغړونې یې بللي دي.
دوی همداراز د ښځو پر وړاندې محدودیتونه، قومي او مذهبي تبعیض او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت ادعا هم کړې ده.
په پرېکړهلیک کې د افغانستان اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی او فقر، بېکاري، د پانګونې کمښت، پر بشري مرستو زیاتېدونکې اتکا او د ځوانانو او متخصصانو مهاجرت د اوسني وضعیت پایلې بللې دي.
دغو ډلو د طالبانو پر وړاندې د مبارزې او مقاومت فعالیتونه د افغانانو «طبیعي حق» بللي او ویلي یې دي چې د افغانستان راتلونکی باید د خلکو د ازادې ارادې، انتخاباتو، د قانون حاکمیت، عدالت او د ټولو قومونو او مذهبونو د برابر ګډون پر بنسټ ولاړ نظام له لارې وټاکل شي.
د یادونې وړ ده چې د دغو جریانونو یو شمېر مطرح کسان د جمهوري نظام پر مهال د ځمکو په غصب او پراخ فساد تورن شوي وو. منتقدان پر دوی دا نیوکه هم کوي چې د جمهوري حکومت پر مهال په افغانستان کې له لوکس ژوند او پراخو امتیازونو برخمن وو.
همداراز، د دغو ډلو ځینې مخکښ کسان د ۱۹۹۰مې لسیزې په کورنیو جګړو کې د ښکېلو ډلو له مشرانو څخه وو؛ هغه جګړې چې کابل یې پراخ ویجاړ کړ او د لسګونو زرو ملکي وګړو د مرګژوبلې سبب شوې.
که څه هم حاضردمه د پخوانیو تنظیمي مشرانو د بیا واک ته رسېدو کوم چانس نه ښکاري خو د نجونو د زده کړو د مخنیوي په شمول د طالبانو ځینې افراطي اقدامات خلک دې ته اړ باسي چې یو وار بیا پخوانیو تنظیمي مشرانو ته پناه یوسي.