Homeخبرونهکرکټ: بنګله‌ دېش ۲۳ کاله وروسته په ټېسټ لوبه کې اسټرالیا مات...

کرکټ: بنګله‌ دېش ۲۳ کاله وروسته په ټېسټ لوبه کې اسټرالیا مات کړ

تاند ( یکشنبه د زمري ـ اسد ۲۵مه) د کوربه اسټرالیا او مېلمه بنګله‌ دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې بنګله‌ دېش اسټرالیا ته ماتې ورکړه.

وروسته تر ۲۳ کلونو اسټرالیا له بنګله دېشه په ټېسټ لوبه کې کاتې وخوړه او په نهو ویکټو یې لوبه وبایلله.

په ياده لوبه کې اسټرالیا په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۸ منډې وکړې او بنګله‌ دېش په لومړۍ پاڼۍ کې ۴۲۶ منډي وکړې چې تر اسټرالیا ۲۲۸ منډې مخکې شوه.

اسټرالیا په دوهمه پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۸۴ منډي وکړې او بنګله‌ دېش ته یې د بریا له پاره د ۵۷ منډو هدف ورکړ.

بنګله‌ دېش یاد هدف د یوه لوبغاړي په سوځېدلو پوره کړ.

د دواړو هیوادونو ترمنځ د دې لوبلړۍ وروستۍ لوبه راتلونکې شنبه پيلېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په اوکراین کې د جګړې له امله میلیونونه کتابونه سوځېدلي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د اوکراین د ماشومانو د کتابونو د یوه لوی خپرندوی شرکت «رانُک» مشر ویکتور کروهلوف هغه...