Homeخبرونهاوچا: طبعي پېښو یوازې سږکال ۹۲ زره افغانان اغېزمن کړي

اوچا: طبعي پېښو یوازې سږکال ۹۲ زره افغانان اغېزمن کړي

تاند ( یکشنبه د زمري ـ اسد ۲۵مه) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې د روان کال له پیل څخه تر اګست میاشت پورې په افغانستان کې ۹۲ زره کسان د طبیعي پېښو له امله اغېزمن شوي او ۹۷ تنه نورو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دغه دفتر په تازه راپور کې راغلي، چې د افغانستان په ۲۰۲ ولسوالیو کې طبعي افتونو ۳۳۱ کسان ټپیان کړي، له ۱۰ زرو څخه زیات کورونه یې زیانمن کړي او له ۲ زرو څخه زیات کورونه یې په بشپړ ډول له منځه وړي دي.

اوچا زیاته کړې، چې سږ کال د طبیعي پېښو له امله تر ټولو زیات زیانونه د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې اوښتي دي.

د ملګرو ملتونو دغه دفتر د نړیوالو مرستندویانو له لوري د بودجې د کمېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د ۲۰۲۶ کال لپاره له اټکل شوې ۱.۷ میلیارد ډالرو بودجې څخه تر اوسه یوازې ۴۴۷ میلیونه ډالر، چې د ټولې بودجې ۲۶ سلنه کېږي، ترلاسه شوي دي.

کارپوهان وایي، طبیعي پېښې په بشپړه توګه نه شو درولای، خو د زیانونو کچه یې کمولای شو.

دوی زیاتوي چې، د سېلابونو د مخنیوي لپاره د اوبو د لارو پاکول، استنادي دېوالونه جوړول، د ځنګلونو ساتنه، استوګنې لپاره د خطرناکو سیمو نه کارول، د هوا پېژندنې د خبرداریو جدي تعقیب او د بیړنیو حالاتو لپاره د خلکو چمتووالی ډېر مهم دي.

کارپوهان په ځانګړي ډول په ختیځو ولایتونو کې د طبیعي پېښو د خطر د کمولو لپاره له وړاندې پلان او د چټک غبرګون پر پیاوړتیا ټینګار کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما د پوډکاسټ لړۍ پیلوي

د امریکا د متحد ایالتونو پخوانی ولسمشر بارک اوباما غواړي چې په سپتمبر میاشت کې د پوډکاسټ یوه لړۍ پيل کړي. د راپورونو له...