محمد ابراهیم شینواری
د افغانستان پر پاکه خاوره د پاکستاني پوځ یرغل د هېڅ وطندوست، مسلمان او باوجدانه افغان لپاره د منلو او زغم وړ نه دی. پاکستان پر یوه داسې ویاړلي ملت یرغل کړی، چې په خپل تاریخ کې هېڅ کبرجن، زورور او مغرور ځواک ته نه دی تسلیم شوی. دا په داسې حال کې ده چې افغانانو د خپل شرف او مروت له مخې پر پاکستان حتی هغه وخت هم تیری نه دی کړی چې په مجبور حالت کې وو، او تل یې ورسره د مسلو د سوله ایز حل لار نېولې ده.
پاکستان د افغانستان او هند په خاورو د کمونیزم پر ضد د یوه استخباراتي سنګر په توګه جوړ شوی و، چې نور یې هغه رول ته اړتیا نشته. پاکستان په داسې لومو او دامونو کې نښتی دی، چې ډېر ستر قوتونه هم ترې روغ نه دي وتلي.
که څه هم ځینو لویو قوتونو ورته پوځ جوړ کړی او په وسلو سمبال کړی دی، خو په تېرو اویا کلونو کې یې تقریباً ټولې جګړې بایللې دي. که د پاکستان د قوت کوم ټکی و، هغه د پوځ شتون نه، بلکې لاندې فکټورونه وو:
- د اسلام د سپېڅلي دین څخه په سوء استفادې سره د (پاکستان کا مطلب کیا، لا اله الا الله)، او (ایمان، تقوا، جهاد فی سبیل الله) شعارونه مخته وړل.
- د افغانستان او هند پر ضد د چریکي ډلو روزل او ملاتړ.
اوس دغه دواړه وسیلې د پاکستان له لاسه وتلي دي:
- د اسلام، جهاد، تقوا او لا اله الا الله شعارونه له اسلام آباده کابل ته تللي دي.
- افغانان (پښتانه، تاجیک، هزاره، ازبیک، پشه یي، نورستاني، ایماق، ګرجر، براهوي، بلوڅ، ترکمن، سادات، او نور ورونه قومونه)، او هلته کوز پښتانه، بلوڅان، سندیان او نور قومونه د پاکستان په دوهګوني سیاست او کرایي رول پوه شوي دي.
پاکستان د شوروي اشغال پر خلاف د افغانانو د مقاومت پر مهال د افغانانو له مجبوریت څخه سوء استفاده وکړه. له یوې خوا یې افغان مهاجرینو او مجاهدینو ته د لوېدیځو او عربي هېوادونو د مرستو لویه برخه ځان ته ځانګړې کوله، او له بلې خوا یې افغانان، سره له دې چې د سولې فرصتونه موجود وو، له روغې جوړې راګرځول.
اوس د سیمې د قواوو په توازن کې د پاکستان په زیان ژور بدلونونه رامنځته شوي دي:
- هند په اقتصادي او نظامي برخو کې تر پاکستان ډېر مخکې تللی دی.
- د چین، روسیې او ایران پر ضد د تخریبي کړنو په تنظیم او ملاتړ سره، د دغو هیوادونو په وړاندې د پاکستان باور ډېر زیانمن شوی دی.
- له امریکا او نړیوال ائتلاف سره د دوهګونی سیاست په کولو یې د هغوی اعتبار هم تر ډېره بایللی دي.
تر ټولو مهم دا چې د هېواد دننه ولس یې له بېلابېلو ستونزو سره مخ او له نظامه ناراضي دی:
- بلوڅ خپلواکي غوښتونکي ورځ تر بلې پیاوړي کېږي.
- د ټي ټي پي بریدونه زیات شوي، او هدفونه یې ستراتیژیک شوي دي.
- په سند او نورو سیمو کې هم ژوره سیاسي نارضایتي موجوده ده.
د پاکستان د دفاعي قوت سیمي، کشمیر او ډیورند کرښه وې؛ د کشمیر ستراتیژیکې سیمې اوس رسما د هند تر ادارې لاندې دی او ډیورند کرښه تر ډېره حده د پاکستاني پوځ پر خلاف د بریدونو په مرکزبدله شوې ده.
د ولس د نارضایتۍ تر څنګ (چې تر ټولو مهم فکټور دی)، پاکستان ته د چریکي مقاومت په وړاندې دریدل، له امکانه بهر دي. چریکي مقاومتونه د تاریخ په اوږدو کې د سترو پوځونو د ستړیا، ماتې او شاتګ سبب شوي دي:
- د ناپیلیون پوځ په هسپانیه او پرتګال کې په سختو چریکي بریدونو کې پوره ستړی شو، چې دا یې په روسیه کې د ماتې یو مهم سبب وو.
- شوروي پوځ پر افغانستان له یرغل سره سم له اوږده چریکي مقاومت سره مخامخ او وتلو ته اړ شو. د دغه اوږده مقاومت په نتیجه کې ورپیښو شوو اقتصادي زیانونو د شوروي اتحاد ړنګېدو ته زمینه جوړه کړه.
- له امریکایانو سره د مقاومت پر مهال ویتنامیانو له چریکي تکتیکونو پراخه استفاده کوله، چې د امریکا په شان ستر ځواک یې له خپل هیواده ایستلو ته اړ کړ.
- الجزایر د خپلې ازادۍ په مبارزه کې چې اوږدمهاله چریکي مقاومتونه پکې شامل وو، فرانسه له خپل هیواده ایستلو ته اړ کړه.
- د انګلستان پر خلاف د امریکا د ازادۍ جګړه هم د چریکي تکتیکونو له لارې بریالي شوه.
په اوږدمهال کې د پاکستان هر تیرې، د هغه د عمر کمېدو سبب کېږي، چې په نتیجه کې به حق حقدار ته ورسېږي او سیمه به ورو ورو د سولې او تفاهم پر لوړ لاره شي.
که څه هم غوره حالت به دا وای چې زموږ د سیمې هیوادونه هم دې نتيجې ته رسېدلي وای چې د اروپايي اتحادیې په شان پر یو ګډ نظام سلا شي. پدې صورت کې به جګړه حل لاره نه ګڼل کېدای، هر ملت به خپل پیاوړی ملت ـ دولت درلودای او مساایل به یې د عقلانیت، متقابلو ګټو او درناوي پر بنسټ حلولای. په دې ډول به د اروپايي اتحادیې په شان یو ګډ نظام ایجاده شوي وای، خو ښکاري چې دا هدف لا ژر نه عملي کېږي، او د نوروفکټورونو په څنګ کې پاکستان په دې برخه کې هم یو لوی خنډ دی.
نو د اوسني واقعیت په رڼا کې باید افغانان خپل باور، یووالی او ملي انسجام نور هم پیاوړی کړي، د پاکستان او هر بل تېري کوونکي پر وړاندې هوښیار او زړور دریځ غوره کړي، او په میړانه او جرآت د خپل هیواد او عزت ساتنه وکړي.